Asset 1SWN

د ټرافیکو ریاست: تر راتلونکو دوو اوونیو به د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل شي

۲

د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست مسوولان وايي چې تر راتلونکو دوو اوونیو به هېواد کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو د رنګولو بهیر پیل شي.

نږدې دوه میاشتې وړاندې هېواد کې د ټکسي موټرو لپاره نوي رنګونه وټاکل شول چې اوس دغه ریاست وايي، د ټکسي موټرو د رنګولو بهیر به پیل او دې برخه کې به نوي قوانین هم وضع کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ټرافیک پولیسو عمومي ریاست اداري مرستیال تمیم عصمتي سلام‌وطندار ته وايي، له دې امله یې دغه بهیر په ځنډ پیل کړ چې په وینا یې، د ټکسي موټرو د رنګولو پروسه په سمه او شفافه توګه پرمخ یوړل شي.

هغه وویل: «موږ اړ و چې دغه بهیر له کورنیو چارو وزارت پیل کړو، موږ د اعلان بهیر بشپړېدو ته په تمه یو، څو دواطلبي لپاره شرکتونه راشي او وروسته به د رنګولو بهیر پیل کړو. کله چې ۱۵۰زره ټکسي موټر  ولرو، نو باید پروسه په سمه توګه پیل کړو، انشالله تر یوې یا د اوونۍ په منځ کې به دغه بهیر پیل کړو.»

کابل کې یو‌شمېر ټکسي چلوونکي دغه ښار کې د شخصي موټرو له ډېرېدو د شکایت ترڅنګ وايي چې دغو موټرو د دوی عاید کم کم کړی او په وینا یې، دومره پیسې نه‌لري چې موټر پرې رنګ کړي.

دوی له حکومت غواړي چې د ټکسي موټرو له رنګولو وړاندې دې له ښار څخه شخصي موټر چې په ناقانونه توګه فعالیت کوي، ټول کړي.

د کابل ښار یو ټکسي موټر چلوونکی محمدعالم حق‌یار وايي، ښار کې د هر ډول موټرو له امله یې کاروبار خراب شوی دی. هغه وویل: «حکومت باید د شخصي موټرو ټولولو برخه کې قوانین رامنځته کړي، له رنګ یې موږ راضي نه یوو، زېړ او سپین رنګونه نړیوال دي، موږ یې توان نه‌لرو او نه هم پیسې لرو، دولت چې خپله هر رنګ ورکوي، زموږ قبول دی.»

په ورته مهال کابل ښار کې یو بل ټکسي چلوونکی نجیب‌الله وايي چې دی د موټر اسنادو نوي کولو لپاره پیسې نه‌لري، رنګ یې لا پر ځای پرېږده.

هغه وویل: «کاروبار مو ځکه خراب دی چې شخصي موتر زیات شوي. زموږ د موټرو رنګونه ښه دي، نوي دي، موږ د موټرو د اسنادو نوي کولو لپاره پیسې نه‌لرو، رنګ خو یې پر ځای پرېږده.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د کابل د ټرافیکو ریاست شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ښاري او اطرفي سیمو ټکسي موټرو لپاره چې پخوا یې رنګ زېړ او سپین وو، نوی آبي او سپین رنګ غوره کړ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام