محلي ټولګيو د له زده‌کړو بې‌برخې نجونو نوې هیلې را ټوکولي

یوه ورځ سهار یوه داسې کلي ته روان شوم چې هلته له رسمي زده‌کړو پاتې نجونې په محلي ټولګیو کې سره راټولې شوي او په ډېره مینه یې ښوونکي ته غوږ نیولی، څو کوم تازه څه زده کړي. دغه زده‌کوونکې چې په یوه خټینه کلا کې ناستې دي، وايي چې غواړي په زده‌کړو د روښنايي لوری وڅاري، څو په راتلونکي کې د ځان، کورنۍ او هېواد لپاره ګټورې تمامې شي.

اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې بې‌بنسټه وبللې

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمداصف د سې‌شنبې په ورځ د تاجکستان له دفاع وزیر شېرعلي میرزا سره په کتنه کې ویلي چې دواړه هېوادونه له افغانستان سره د خپل ګاونډيتوب له کبله له امنیتي ګواښونو سره مخامخ دي. ا.ا د پاکستان د دفاع وزیر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته دا ادعا بې‌بنسټه وبلله او زیاته یې کړه چې چې نه یوازې ګاونډیان، بلکې هېڅ هېواد ته به له افغانستان څخه ګواښ نه پېښېږي.

د شانګهای همکاریو سازمان غونډې پای؛ حکومت: د ګډون زمینه دې راته برابره شي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړیو هېوادونو مشرانو د هند په کوربه‌توب د یاد سازمان په جوړه شوې انلاین غونډه کې افغانستان کې د ترهګرو ډلو او نشه‌يي توکو قاچاق مخنیوي، پر ټول‌ګډونه حکومت او د بشر حقونو پر رعایت ټينګار کړی. د بهرنیو چارو وزارت بیا یوې خبرپاڼه کې ویلي، سرپرست حکومت ته دې په ورته ناستو کې د ګډون زمینه برابره شي.

لوګر کې د هوږې کرکېله زیاته شوې

لوګر یو‌شمېر کروندګر وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د هوږې کرکېله زیاته شوې ده.

د لوګر مرکز پل‌علم کې کروندګر جمعه‌ګل چې په خپل نیم جریب ځمکه یې هوږه کرلې، سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې ده. نوموړي زیاته کړه چې دغه ولایت کې د هوږې کرکېلې له دې امله زیاته شوې چې لګښت یې کم دی او ګټه یې ډېره ده.

افغانستان او بنګلدېش نن د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن چهارشنبه د جولای پنځمه د بنګلدېش کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې د درېوو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي نن ۱۲:۳۰ بجې د بنګلدېش د چېټوګرام په ظهور احمد چوهدري نړیوال لوبغالي کې پیل شي.