Asset 1SWN

لوګر کې د هوږې کرکېله زیاته شوې

garlic_planting

لوګر یو‌شمېر کروندګر وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د پخوا په پرتله د هوږې کرکېله زیاته شوې ده.

د لوګر مرکز پل‌علم کې کروندګر جمعه‌ګل چې په خپل نیم جریب ځمکه یې هوږه کرلې، سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله دغه ولایت کې د هوږې کرکېله د پام وړ زیاته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي زیاته کړه چې دغه ولایت کې د هوږې کرکېلې له دې امله زیاته شوې چې لګښت یې کم دی او ګټه یې ډېره ده.

دغه کروندګر له کرنې وزارت څخه غواړي چې د هوږې د مسلکي کرکېلې په اړه کروندګرو ته عامه پوهاوی ورکړي او په لاس راغلیو حاصلاتو ته یې مناسبه بازار موندنه وکړي.

هغه وویل:«سږ کال موږ په خپلو کروندو باندې هوږه کرلې ده، ډېری کروندګرو لېوالتیا د هوږې کرکېلې ته زیاته شوې ده او حاصلات یې هم زیات شوي دي او د ډېری کروندګرو لګښتونه هم له دې لارې سمبالیږي. غوښتنه مو د لوګر ولایت د کرنې او مالدارۍ ریاست څخه دا ده چې موږ سره هر اړخیزه مرستې وکړي، څو پورې حاصلات مو زیات شي.»

لوګر کې د کرنې متخصص محمدرفېع ابراهیمي سلام‌وطندار ته وویل چې هوږه مرکز پل‌علم او څرخ، محمداغې او بره‌کي برک ولسوالیو کې کرل کېږي چې کروندګر دې برخه کې ښه پوهاوی لري.

د نوموړي په وینا، هوږه د ژمي په وروستیو او د پسرلي لومړیو ورځو کې کرل کېږي او په یوه هکتار ځمکه کې ۳۰۰کیلو ګرامه اصلاح شوي تخم څخه ګټه اخېستل کېږي.

نوموړي وویل: «هوږه د لوګر په مرکز پل‌علم، محمداغې، څرخ او بره‌کي برک ولسوالیو کې په ۶‌هکتاره ځمکه کې کرل کېږي، هوږه د کال په خزان پر مهال او همدارنګه د پسرلي په لومړیو کې کرل کېږي. په یوه هکتار ځمکه کې له ۳۰۰ څخه تر ۴۰۰ کیلو ګرامه پورې اصلاح شوي تخم څخه ګټه اخېستل کیږي.»

د کرنې دغه متخصص زیاتوي چې د لوګر ډېری سیمو کې هوږه په کتاري ډول کرل کېږي چې د کتار واټن یې له ۲۵ څخه تر ۳۰ سانتي پورې او ژوروالي یې له ۳ څخه تر ۷ سانتي متره پورې ټاکل کېږي.

دی وایي، هوږه د درېوو میاشتو یا ۹۰ ورځو په ترڅ کې حاصلات ورکوي او دغه ولایت کې کروندګر د جوزا په پای کې د هوږې حاصلات راټولوي.

نوموړي وویل: ««هوږه په دوه ډوله کرل کیږي یو عادي او بل هم د کتار په ډول، د هوږې د کرکېلې پرمهال باید د کتارونو ترمنځ واټن له ۲۵ سانتې مترو څخه نیولې تر ۳۰ سانتي مترو پورې او د هوږي تخم باید له ۳ سانتي مترو نیولې تر ۷ سانتي مترو ژوروالي پورې وټاکل شي.»

د هوږې پېرودونکی عتیق‌الله سلام‌وطندار ته وویل، د پخوا په پرتله خلک ډېره هوږه کاروي او دغه ولایت کې هوږې ته لاسرسی هم اسانه شوی.

نوموړی زیاتوي چې دامهال د لوګر مرکز پل‌علم او ولسوالیو کې په پراخه کچه کروندګر د هوږې کرکېله کوي او بازار کې یوه کېلو هوږه په شاوخوا سل افغانۍ پلورل کېږي.

نوموړي وویل: «لوګر کې د هوږې کرکېله زیاته شوي او نرخونه یې ټېټ شوي او بازار ته هوږه زیاته راځي. د لوګر کروندګرو هم سږکال زیاته هوږه کرلې او ښه ګټه یې ترلاسه کړې ده. زه ویلی شم چې یوه کېلو هوږه په لوګر کې په شاوخوا سل افغانۍ ده او کارونه یې ډېرې طبي ګټې هم لري.»

بل‌خوا د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان هم وايي چې د تېرو کلونو په پرتله د هوږې کرکېلې ته د کروندګرو لېوالتیا زیاته شوې.

د لوګر د کرنې ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز سلام‌وطندار ته وویل، دامهال لوګر کې شاوخوا پر ۶هکتاره ځمکه کې هوږه کړل شوې او کرکېلې یې ښې پایلې هم ورکړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د لوګر کرنې ریاست په پام کې لري چې په مسلکي توګه د هوږې کرکېلې لپاره  کروندګرو ته زده‌کړې او وسایل ورکړي، ترڅو زیاته ګټه په لاس راوړي.

نوموړي وویل: «لوګر کې هوږه په محلي توګه کرل کېږي چې کروندګر ترې ګټه اخلي او د کرنې او مالدارۍ ریاست د نباتاتو مدیریت د وروستۍ سروې له مخې په دغه ولایت کې شاوخوا ۶ هکتاره ځمکه کې هوږه کرل شوې ده او د کرنې او مالدارۍ ریاست رهبرۍ هڅه کوي چې په دې برخه کې کروندګرو ته روزنه ورکړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

لوګر له کرنیزو ولایتونو څخه دی چې ډېری اوسېدونکي یې پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام