Asset 1SWN

لغمان کې سږکال د «هوږې» حاصلات زیات شوي

WhatsApp Image 2023-04-17 at 1.25.04 PM

لغمان کې کروندګر وايي چې د نورو کلونو په پرتله یې سږ کال د «هوږې» په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

دغه کروندګر زیاتوي چې پخوا به یې په ډېره کمه اندازه هوږه کرله او د ګټې‌وټې تمه به یې ورڅخه نه وه، خو په وینا یې، سږکال یې د هوږې حاصلات له تېر سره په پرتله زیات شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

یاد کروندګر له حکومت غوښتنه کوي چې محصولاتو ته یې مناسب بازار پیدا کړي. لغمان کې کروندګر همداراز زیاتوي چې د ورځنیو اړتیاوو پوره کولو لپاره له کرکېلې پرته بله لار نه‌لري او حکومت ته په‌کار ده چې ستونزو ته یې پام وکړي.

د قرغیو ولسوالي یو کروندګر نعیم‌جان چې په خپله ځمکه کې یې د هوږې ترڅنګ بېلابېله سبزي کرلې وايي، تمه یې نه وه چې سږکال به یې د هوږې حاصلات ښه وي.

نوموړي سلام‌وطندار ته وویل: «ما په کمه اندازه هوږه کرلې، ځکه زما تمه نه وه چې سږکال به یې حاصلات ښه وي، دلته پخوا خلکو هوږه کرلې وه، خو د پام وړ پایله یې نه‌لرله، کروندګرو به ډېری وخت هغو محصولاتو ته مخه کوله چې ښه حاصل ورکوي. سږکال چې هوږې ښه حاصل ورکړی، دا زموږ لپاره ښه خبره ده، خو غوښتنه مو دا ده چې حکومت د هوږې لپاره د بازار پیدا کېدو په برخه کې هم کار وکړي، ځکه نه یوازې هوږه، بلکې هر فصل چې ښه حاصل ورکړي او بازار ورته پیدا نه‌شي، زیان یې بېرته کروندګر ته رسېږي.»

د نوموړي په وینا، که څه هم هوږه یې په کمه ځمکه کې کرلې، خو حاصل یې دومره دي چې که ښه بازار ورته پیدا شي، له نورو ټولو فصلونو به ورته ډېره ګټه وکړي.

په ورته مهال لغمان ولایت کې د هوږې یو سوداګر شمس وایي، که حکومت د ګروندګرو د حاصلاتو بازار ته پام وکړي، نو لرې نه ده چې د دې ولایت کروندګر به پر ځان بسیا شي.

دی زیاتوي چې په لغمان کې نه یوازې هوږه؛ بلکې ګڼ داسې نور سبزیجات شته چې ښه حاصلات یې ورکړي، خو سم پام ورته نه دی شوی.

هغه له سلام‌وطندار سره په خبرو کې وویل: «زه تر شلو ډېر کروندګر پېژنم چې یوه اندازه هوږه یې کرلې او ټول وایي چې د دوی د تمې خلاف یې حاصل کړی، ما خپله هم له نیم جریب څخه په کمه ځمکه کې هوږه کرلې، تمه مې نه وه، خو اوس یې چې حاصل وینم سخت خوشاله یم .له حکومت څخه زما غوښتنه دا ده چې زموږ د محصولاتو لپاره ښه مارکېټ پیدا کړي، ترڅو دهقانان تشویق شي.»

په ورته مهال د کرنې برخې متخصص ابراهیم صافی وایي چې د هوږې زیات ډولونه شته دي چې قسمونه یې تر ۱۳ ډوله رسېږي او هر ډول یې ځانته مارکیټ او بیې لري.

 نوموړي وویل: «د هوږې مارکیټ ښه دی او بازار ته لاسرسی یوازې تر افغانستان محدود دی. که دې برخې ته کار وشي نو د وارداتو برخه به مو پیاوړې شي او هم به د کروندګرو اقتصاد ښه شي.»

په همدې حال کې د لغمان د کرنې ریاست رئیس  مولوي احمد ولي محسن وايي، چې په لغمان ولایت کې یې کروندګرو ته ځانګړې پاملرنه کړې.

نوموړی وايي، په کروندګرو یې اصلاح شوي تخمونه ویشلي، کیمیاويي سرې، ماشینری او په ډېرو برخو کې یې عامه پوهاوی ورکړی دی.

هغه زیاته کړه: «موږ په هر ډول حالاتو کې د کروندګرو لاسنیوی کړی او کوو به یې، کیمیاويي سرې مو ورکړې، میاشینریانې مو ورکړې او په ډېرو برخو کې مو دوی ته عامه پوهاوی ورکړی.هڅه مو کړې چې  د کرنې سکتور معیاري کړو، د لغمان کروندګر یوازې د حاصلاتو لپاره ښه مارکیټ غواړي، موږ انشالله په دې برخه کې هڅه کوو ترڅو د دوی حاصلات نورو ولایتونو او ان له هېواد څخه د باندې صادر کړو.»

لغمان د افغانستان په ختیځ کې پروت هغه ولایت دی چې ۸۰سلنه خلک یې خپلې ورځنۍ اړتیاوې د کرنې له لارې پوره کوي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه ولایت د کال په څلورو فصلونو کې کښت ته چمتو ځمکه لري او د غله‌جاتو ترڅنګ لسګونه ډوله سبزیجات د هېواد نورو ولایتونو ته صادروي

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام