سږ کال د ننګرهار پنځو ولسوالیو کې پر ۳۵۰ جریبه ځمکه د ځمکني توتانو کر شوی چې د تېر کال په پرتله یې د ۲۰ ټنه په زیاتوالي د سږني موسم حاصل  ۱۷۰ ټنو ته رسېږي.

د ځمکني توتانو کر، که څه هم دا څو کاله کېږي چې په ننګرهار کې کېږي؛ خو دا چې پایله یې ښه ده، نو کرکیله يې مخ په دودېدو ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رحیم‌ګل په سره رود ولسوالي کې پر څلور جریبه ځمکه، ځمکني توتان کرلي هغه وایي، لومړی يې بزغلي له کوزې پښتونخوا راوړي و او په یو جریبه ځکه یې کښت کړی و، خو دا چې کال تر بلې يې حاصل ښه او ګټه زیاته وه، اوس یې په څلور جریبه ځمکه ځمکني توتان کرلي.

هغه وویل، کافي اندازه تجربه يې تر لاسه کړې خو یو شمېر ستونزې شته،چې د لا ډېر پرمختګ مخه یې نیسي.

ګروندګر رحیم ګل زیاته کړه، که حکومت ورسره د زارعتي درملو، بزغلي او په ځانګړي توګه د شونو خونو په برخه کې مرستې وکړي نو په غیري موسمي وخت کې به یې هم بازار ته عرضه کړی شي.

نوموړي وویل: «شبږ اوه کاله کېږي چې زه ځمکني توتان کرم کر یې ما په خپله سیمه کې رواج کړی، په لومړي ځل مې ورته بزغلی د پېښور له چارسېدې سیمې راوړي و. مارکيټ یې ډېر ښه دی، خو دا یو مشکل لرو چې زراعت موږ سره هېڅ کومک نه کوي چنیجي په کې لګېږي، بیا زموږ ډېر مال ضایع کېږي یا يې دانه وړه پاتې شي. نو بیا هغه موږ بسته بندۍ کې نه اچوو ضایع شي.»

بزګر ۸۰۰ کیلو ګرامه ځمکني توتان پر سوداګرو په ۸۰ افغانۍ پلوري، چې هملته په ګروندو کې یې په ځانګړو پلاستکي دبلو کې ځای پر ځای کوي؛ خو دا چې بسته بندي یې په اساسي شکل نده، نو تر ډېرو لرو پرتو سیمو یې لېږد امکان نه‌لري.

یو کارګر زمري امین‌زاده وویل، حکومت باید  ځمکني توتانو د کرکېلي د ودې لپاره ډېر کار وکړي، بزګرو ته د تخنیکي وسایلو سربېره عامه پوهاوي ورکړي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند اجمل سبحاني سلام‌وطندار ته وویل، په بېلابېلو ولسوالیو کې بزګرو تر کښت وړاندې شپږ ننداریزې قطعې، د ځمکني توتانو نوې نوع  او لسګونه بزګرو ته عامه پوهاوی ورکړې وي، څو ډېر حاصل تر لاسه کړي. هغه وویل، لا ډېره کار کوي تر څو بزګرو وکولی شي په ډېر حاصل لوړ عواید لاسته راوړي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ تېر کال بزګرو ته شپږ نندازیزې قطعې ورکړې وې چې په نوو نوعو سره چې ښه حاصل ورکوي په بازار کې د خلکو تقاضا پوره کړي همدا رنګه مونږه پدې برخه کې ۱۲ سوه کسانو ته روزنه ورکړې ده، چې چې د کر څخه نیولي تر حاصل ټولو پورې ټولې لارې چارې مو ور زده کړي دي تر څو دوی وکولی شي چې له خپلو کروندو ښه حاصل تر لاسه کړي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ځمکني توتان پر داسې مهال حاصل ته رسېږي چې مارکېټ کې ډېرې مېوې نه وي. که څه پخوا به ډېره برخه له پاکستان او ځینو نورو هېوادونو ننګرهار ته را وارېدیدل؛ خو خلک غوښتنه کوي چې دې برخه کې د بشپړې بسیاینې لپاره باید کرنې او مالدارۍ وزارت له بزګرو سره هر اړخیزې مرستې وکړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام