د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار او د کابل- لوګر لویې لارې موټرچلوونکي او مسافر وایي، د تېرو دوو اوونیو راهیسې په پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې هدفي وژنې او وسلهوالې غلاوې ډېرې شوې دي.
د مرکز پلعلم ښار یوشمېر اوسېدونکي وایي، د نوي کال له پیل سره سم په دغه ښار او یوشمېر لویو لارو کې هدفي وژنې او ناامنۍ وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.
دوی زیاتوي، یوازې په تېره اوونۍ کې د درې ملکيانو په ګډون، پنځه کسان په پلعلم ښار کې د ناپېژنده وسلهوالو له لوري وژل شوي دي.
د پلعلم ښاریان او د کابل- لوګر لویې لارې مسافر له امنیتي ځواکونو غواړي چې د هدفي وژنو او ورانکارو فعالیتونو مخه ونیسي.
د پلعلم ښار اوسېدونکی رحیمالله په لوګر کې د ناامنیو او وسلهوالو غلاوو د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښيي او له امنیتي ځواکونو غواړي چې د مخنیوي لپاره یې اقدام وکړي.
د لوګر ولایت یو مدني فعال محمدالله هم سلاموطندار ته ویلي چې د پخوا په پرتله په پلعلم ښار کې ناامنۍ او هدفي وژنې ډېرې شوي او تر ډېره ښاریان او سوداګر په ډاډه زړه په پلعلم ښار کې کاروبار او تګراتګ نه شي کولای.
د نوموړي په وینا، د لوګر ولایت امنیتي او ملکي مسوولانو ته پکار ده چې په ښار او لویو لارو کې د خلکو امنیت ټينګ کړي او وسلهوالو ته دې د ملکیانو د ژوند اخیستو اجازه نه ورکوي.
د لوګر امنیه قوماندان مل پاسوال فیضالله غیرت سلاموطندار ته په دغه ولایت کې شته ناامنۍ او هدفي وژنې مني، خو زیاتوي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه هڅه کوي د لوګر ولایت د مرکز پلعلم ښار او ناامنه سیمو امنیت ټینګ کړي. هغه پر ولسي وګړو غږ کوي چې د امنیت په ټینګښت کې له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ وکړي.
د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي هم په پلعلم ښار او یوشمېر لویو لارو کې شته ناامنۍ مني. نوموړي سلاموطندار ته ویلي چې د پلعلم ښار او لویو لارو د امنیت ټینګښت لپاره د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو نوې امنیتي پوستې جوړې او ګزمې پیل شوي، څو په ښار او لویو لارو کې د هدفي بریدونو او جنايي پېښو مخه ونیسي.
هغه د لوګر ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکوي چې ډېر ژر به د پلعلم ښار او ولسوالیو د امنیت په ټینګښت کې مثبت بدلون راشي.
دا په داسې حال کې ده چې په یوه اوونۍ کې په مرکز پلعلم ښار کې درې کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي او دوه ملکيان چې یو صراف هم دی، د وسلهوالو په هدفي برید کې ټپي شوی او یونیم میلیون افغانۍ یې هم ترې وړې دي.