Asset 1SWN

فاریاب کې د شاتو مچیو د فارم‌لرونکو شکایت؛ «حکومت همکاري نه کوي»

0002

فاریاب کې د شاتو مچیو فارم‌لرونکي وايي، که څه هم په وروستیو کلونو کې د شاتو مچیو ساتلو ته د دغه ولایت د خلکو پاملرنه ډېره شوې، خو په خبره یې، هلته ورسره د کرنې او مالدارۍ ریاست هېڅ ډول همکاري نه کوي.

د شاتو مچیو یو فارم‌لرونکی عبدالله حمیدي وايي، له تېرو پنځو کلونو راهیسې یې د شاتو مچیو فارمونه جوړ کړي، خو په روان ژمي کې یې د سختې سړې هوا له کبله لږتږلږه ۱۳۰ صندوقه مچۍ مړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه شکایت کوي چې د فاریاب د کرنې او مالدارۍ ریاست یې تر اوسه هېڅ پوښتنه هم نه‌ده کړې. نوموړی زیاتوي چې اوس د مچیو ساتل په یاد ولایت کې ښه پایله ورکړې او هڅه کوي دا صنعت ژوندی وساتي.

حفیظ‌‌الله هم په فاریاب ولایت کې د شاتو مچیو پر ساتلو بوخت دی. هغه وايي، په دغه ولایت کې د مچیو کاروبار ورځ په ورځ د پراخېدو په حال کې ده، خو کرنې ریاست ورسره د مسلکي کسانو د روزلو او درملو برخه کې هېڅ همکاري نه کوي.

د نوموړي په وینا، په فاریاب کې د مچیو درمل نه موندل کېږي او دوی یې لپاره هرات یا کابل ته ځي. حفیظ‌الله غوښتنه کوي چې د کرنې ریاست باید نه یوازې دغه ولایت ته د مچیو درمل راوړي، بلکې په مسلکي روزنه کې یې هم همکاري ورسره وکړي.

بل لور ته بیا د فاریاب د کرنې او مالدارۍ ریاست د فارم‌لرونکو مدیر سیدمحمد ظاهر په دغه ولایت کې د فارم‌لرونکو ګیلې مني او ژمنه کوي چې د فارمونو د کارکوونکو د وړتیا لوړونې برخه کې به همکاري ورسره وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هغه په خبره، په فاریاب کې اوس ۱۵رسمي فارمونه فعالیت کوي چې تر ډېره پورې په مرکز میمنې ښار او په پښتون‌کوټ او خواجه‌سبزپوش ولسوالیو کې دي او په وینا یې، اوس ګڼ‌شمېر خلکو د مچیو ساتلو ته مخه کړې ده.

د فاریاب د شاتو مچیو فارم‌لرونکي وايي، د نورو ولایتونو په پرتله د دوی د شاتو کیفیت څو برابره ښه دی؛ ځکه مچۍ یې غرني ګلان خوري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام