Asset 1SWN

کابل کې هټۍ‌وال او د رسټورانټونو مالکان د مالیې له لوړېدو شکایت کوي

AF_4

کابل کې یوشمېر هټۍ‌وال او د رسټورانټونو مالکان دوی څخه د لوړې مالیې له اخیستو شکایت کوي او وايي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره یې پر عایداتو مالیې لوړېږي.

د کابل ښار یو هټۍ‌وال صمد سلام‌وطندار ته وايي چې د پخوا په پرتله یې کاروبار ۹۰سلنه خراب شوی او د توکو بیې لوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د صمد په وینا، پلور نشته او ناوړه وضعیت کې دي. هغه وویل: «د اسلامي امارت مسوولان راځي او توکي چک کوي، بلونه ویني او په خپل زړه د بېلګې په توګه ۱۰۰زره افغانۍ مالیه تثبیتوي. هټۍ‌وال تر اوونیو او میاشتو پورې څه نشي پلورلئ، اجناس مو ۹۰سلنه په پور دي او نشي کېدای چې مالیه وټاکي. مخکې یې ویلي و چې مالیات کمېږي، خو دوه- درې برابره شوي.»

په همدې حال کې د کابل د یو‌شمېر رسټورانټونو مسوولان وايي چې د لومړنیو توکو د بیو پر بنسټ باید له دوی څخه مالیه واخیستل نه‌ د پلور له مخې. دوی د مالیې د اخیستلو لپاره د ځانګړي معیار له نشتون څخه هم شکایت لري.

کابل کې د یوه رسټورانټ خاوند عبدالامین وویل: «زموږ وضعیت یې خراب کړی. یو ځل سهار او یو ځل شپې راځي چې مالیه دومره شوې. که د مالیې نرخ لوړ و، هلته خرڅلاو وو، خو اوس کار نشته او مالیات ورځ تر بلې لوړېږي. نرخ هم تغییر کړی. پخوا یوه بورۍ اوړه ۱۷۰۰ او ۱۸۰۰ افغانۍ و او اوس ۲۳۰۰ ته رسېدلې دي. دا باید نظر کې ونیسي.»

بل‌خوا د مالیې وزارت مسوولان د مالیاتو له لوړېدو او د ځانګړې تګ‌لارې نشتون ردوي او وايي چې پر عایداتو د مالیاتو قانون له مخې، له کوچینو کاروباریانو مالیې راټولوي.

د مالیې وزارت ویاند احمد‌ولي حقمل وویل: «پر عایداتو د مالیاتو قانون په ۷۴ و ۷۵ مادو کې راغلي چې دغه معیار د مالیاتو او د اوسطو مالیاتو دی. زموږ باور پر خرڅلاو دی. زموږ همکاران مالیه ټاکي، دوه یا درې ورځې خرڅلاو ګوري چې په کومه کچه دي او په هره اندازه چې خرڅلاو وو، د هماغه پر بنسټ، (۰ـ۵) سلنه مالیه اخلي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې په وروستیو کې د یو‌شمېر ولایتونو هټۍ‌وال او صنعت‌کاران هم د لوړ مالیو له اخیستلو شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام