د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې ګڼشمېر هټۍوال وايي، له یوې خوا یې د تېر په پرتله سودا کمه شوې او بلهخوا پرې حکومت ټکس او مالیه لوړه کړې ده. د دوی په وینا، دغه وضعیت یې له ۵۰ تر ۷۰ سلنه ګټه وټه کمه کړې ده.
لښکرګاه کې د خوراکي توکو پلورونکی مختاراحمد وايي، حکومت پرې ټکس او مالیه لوړه کړې او عاید یې هم د پخوا په پرتله له ۵۰ تر ۷۰ سلنې پورې را کم شوي دي.
یو بل هټۍوال محمدولي محمدي هم وايي چې د هلمند مستوفیت ترې ډېره مالیه ټولوي. د نوموړي په وینا، خلک اوس له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي او پهکار ده چې مسوولان د دغه ولایت پر هټۍوالو او کاروباریانو مالیه کمه او نرمښت ورسره وښيي.
خو د هلمند مستوفي عبدالرب حنیف نصري په مالیاتي برخه کي د ولسي شکایتونو لامل د پخواني حکومت «ناسمه» مالیاتي درجهبندي او د تېرو باقیاتو را ټولول خلکو ته د مالیې زیاتوالی ښکاري.
هغه ټینګار کوي چې پر خلکو به د تېر حکومت د پاتې مالیې راټولولو لړۍ ته به دوام ورکړي، خو په خبره یې، د ۱۴۰۱ کال په مالياتي درجهبندۍ کې کمه مالیه په پام کې نیول شوې ده.
نوموړي که څه هم په دغه ولایت کې د راټولو شویو باقیاتو او مالیې کچه ونه ښوده، خو زیاته یې کړه چې د تېر کال په پرتله یې عواید ډېر شوي دي.
دا یوازې هلمند نه دی چې خلک پهکې د دولتي مالیې د لوړېدو په اړه شکایت کوي، بلکې تر دې وړاندې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته شکایتونه شوي دي.