Asset 1SWN

هلمند کې د چرګانو فارمونو کې ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې

1683630257731

هلمند کې د غوښن چرګانو یوشمېر فارم لرونکي وایې چې دغه ولایت کې څه باندې ۱۰۰۰ د چرګانو فارمونه فعال دي چې په‌کې شاوخوا ۶۰۰۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د غوښن چرګانو یاد فارم لرونکي سلام‌وطندار ته وايي چې هره ورځ، لسګونه زره کیلو غوښه د هلمند ترڅنګ نورو ولایتونو ته هم صادروي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هلمند کې د چرګانو فارم لرونکي دلاور وویل: «زموږ سره د هلمند په فارمونو کې شپږ زره کسان کار کوي. په اینده کې هیله لرو چې زیات ځوانان له دې طریقه پر کار شي. موږ اوس نورو ولایتونو ته غوښه ورکو، لکه کندهار، کابل، غزنی، هرات، فرا او زابل ولایتونو ته موږ هره  شپه شل زره کیلو ۳۰ زره کیلو نورو ولایتونو ته ځي.»

په ورته مهال هلمند کې د چرګانو فارمونو د ټولنې مشرعبدالحکیم امان‌زي سلام‌وطندار ته وویل چې په کال کې ۲۲‌زره ټنه غوښن چرګان تولیدوي او په دې وروستیو کې د چرګانو خوراک (دانې) جوړولو دوه فابریکې هم فعاله شوي دي.

هغه وویل: «تقریباً موږ په هلمند کې تر  زر زیات فارمونه لرو او کال کې موږ ۲۲ زره ټنه د غوښې تولید لرو. د دې کال په شروع کې مو څو سوه زره کیلوغوښه کابل او ځینو نورو ولایتونو ته صادر کړې. دوې دانې د چرګانو د دانې کارخانې فعاله شوي په هلمند کې د چرګوړو د تولید پر کارخانې هم کار شروع دی.»

د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان دغه ولایت کې د غوښن چرګانو د فارمونو پراختیا تاییدوي، خو زیاتوي چې د یاد ریاست سره په رسمي ډول ۱۷۳ فارمونه ثبت دي.

د هلمند د کرنې ریاست د مالدارۍ مدیر شامحمد وویل: «د هلمند په ولایت کې د چرګانو فارمونه تر پخوا زیات شوي. خلک کوښښ کوي چې لاهم نور نوي فارمونه جوړ کړي، زموږ سره تقریباً د۱۷۳ د چرګانو فارمونه ثبت او راجستر دي، خو دا تر دې زیات دي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې هلمند کې د چرګانو د فارمونو ډېرېدو ترڅنګ د غواګانو فارمونه هم ډیر شوي او اقتصادي کارپوهان وايي، که حکومت په ولایتونو کې د کرنې او مالدارۍ د ودې لپاره ځانګړي پروګرامونه پلي کړي، ډېر شمېر خلکو ته به د کار زمینه برابره او د شته اقتصادي ستونزو مخنیوي کې به هم اساسي رول ولوبوي.

.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام