Asset 1SWN

له نشې ۵۳۰ رغېدلي کسان له څلورمیاشتني روزنیز پروګرام څخه فارغ شول

معتادان-درمان_شده-qc3l9xekc67v31qdik4fsywt47ht03cyp7lx68q6iw

د یوشمېر هغو نشه‌یانو له ډلې چې د مسلکي او حرفوي زده‌کړو او له نشې د خلاصون په موخه د نشې پرېښودو ۵۰۰۰ بستریز مرکز ته لېږدول شوي وو، ۵۳۰ هغه یې په پنځو څانګو کې د دغه مرکز له یوې روزنیزې دورې فارغ شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال دین‌محمد حق‌بین وايي، یادو کسانو چې مخکې پر نشې اخته وو، څلور میاشتې د خیاطۍ، برښنا، د بیک او بوټانو ګنډلو او د کور برښنايي وسایلو د جوړولو برخه کې زده‌کړې کړې دي. د نوموړي په وینا، د دغو کسانو له ډلې ۲۰۰ هغو ته یې د «Serve Afghanistan» موسسې له لوري د کار وسایل هم ورکړل شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت مسوولان وايي، افغانستان کې څلور میلیونه کسان پر نشه‌يي توکو اخته دي او ۲۸ میلیونه نور ترې اغېزمن شوي دي.

د دغه معینیت ملکي مرستیال عبدالرحمان قاسمي وايي، پر نشه‌يي توکو ۱۰۰ زره اخته کسان تر درملنې وروسته خپلو کورنیو سره یوځای شوي او شل زره نور هم په کابل او ولایتونو کې تر درملنې لاندې دي.

د «Serve Afghanistan» موسسې مسوول صابر عالمي وايي، له نشې ۲۰۰ رغېدلیو کسانو ته یې چې له مسلکي او حرفوي زده‌کړو فارغ شوي وو، د شپږ میلیونه او ۶۰۰ زره افغانیو په ارزښت د کار پنځه ډول وسایل ورکړي دي. هغه د دغه پروګرام د دوام په اړه ډاډ ورکوي.

بله‌خوا له مسلکي او حرفوي زده‌کړو دغه فارغ شوي کسان له اسلامي امارت څخه غواړي چې په حکومتي ادارو کې یې لپاره د کار اسانتیاوې برابرې کړي.

۴۲ کلن محمدیعقوب د کابل پوهنتون له فارمسي پوهنځي څخه فارغ دی. هغه وايي، له څو کلونو راهیسې پر نشه‌يي توکو اخته و او تر هغه مخکې یې د عامې روغتیا وزارت د فارمسي قوانینو په ریاست کې کار کاوه.

نوموړي چې اوس نشه پريښې او روغ شوی، پر نشه‌يي توکو د ځان اخته کېدو لامل له ناسمو ملګرو سره ناسته او ولاړه په ګوته کوي. هغه اوس خوښ دی چې د نشه‌يي توکو څښل یې پريښي، خو له کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه غواړي چې په عامې روغتیا وزارت کې یې پر خپلې پخوانۍ دندې وګوماري.

محمدیعقوب زیاتوي: «ما د جمهوریت پر مهال په عامې روغتیا وزارت کې کار کاوه او تر څنګ مې یې یو درملتون هم درلود، خو کله چې پر نشه‌يي توکو اخته شوم، هر څه مې له لاسه ورکړل او اوس مې نشه پريښې او روغ شوی یم. له اسلامي امارت څخه غواړم چې په عامې روغتیا وزارت کې مې پر خپلې پخوانۍ دندې وګوماري.»

د کابل اوسېدونکی نصرت‌الله چې د سیدجماالدین افغان انسټېټیوټ څخه فارغ شوی، هم پر نشه‌يي توکو د اخته کسانو له ډلې یو دی چې اوس رغېدلی او له یاد روزنیز پروګرام څخه فارغ شوی دی. هغه وايي، څلور کاله وړاندې پر نشه‌يي توکو اخته شوی او درې کاله یې د کابل ښار تر پل‌سوخته لاندې سختې شپې او ورځې تېرې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

هغه وايي، په یاده موده کې نه یوازې له خپلې کورنۍ او ټولنې لرې شوی و، بلکې پر لارو او کوڅو کې به چې تېرېده، ماشومانو به په تیږو ویشت. د نصرت‌الله په خبره، مخکې په یوه دولتي ښوونځي کې ښوونکی و او اوس یې چې نشې پريښي او جوړ شوی، ا.ا دې بېرته پر خپلې دندې وګوماري.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو پر بنسټ، اوس په هېواد کې د مسلکي او حرفوي زده‌کړو ۱۱۰ مرکزونه فعالیت کوي چې له ډلې یې د ۵۲ هغو ملاتړ د دغه وزارت له لوري کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام