Asset 1SWN

د افغانستان بانک سرپرست: بېرته را ستنېدونکو افغانانو ته مو ۸۰ بستونه په پام کې نیولي

Muhajer-Pakistan-AFP9-1140x760-1-qf5ec83qgmabqo33byudogmp8e5j3ndijs8ysntx1k

د افغانستان بانک نن (د لړم نولسمه، د جمعې ورځ) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د دغه بانک سرپرست هدایت‌الله بدري له ورسره مل‌ پلاوي سره یوځای له پاکستان څخه د را ستنېدونکو افغان کډوالو د هرکلي او لیدنې په موخه تورخم ته تللی او هلته یې د ننګرهار له ولایتي مسوولانو او د کډوالو د کمېټو له مسوولانو سره لیدلي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان بانک د خبرپاڼې له مخې، نوموړي د تازه را ستنېدونکو افغانانو وضعیت له نږدې لیدلی دی. خبرپاڼه زیاتوي: «د افغانستان بانک سرپرست په دې لیدنه کې هېوادوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ، ویلي چې افغانستان د ټولو ګډ کور دی او اړتیا ده چې په رغاونه کې یې ټول ډېره ونډه واخلو.»

د افغانستان بانک سرپرست ویلي چې له پاکستان څخه یې د تازه را ستنېدونکو کسانو لپاره ۸۰ بستونه په پام کې نیولي او هغه کسان به وګوماري چې تازه را اېستل شوي او پر شرایطو هم برابر وي.

هدایت‌الله بدري ټینګار کړی چې د کوچنیو پورونو د موسسو پر طرحې هم کار روان دی او له بشپړېدو وروسته یې تازه را ستانه شوي افغانان کولای شي چې د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په موخه د دغو موسسو له خدمتونو څخه ګټه واخلي او پورونه ترلاسه کړي.

هغه د سوداګریزو بانکونو رییسانو ته هم سپارښتنه کړې چې هېواد ته د تازه را ستنېدونکو کسانو لپاره کاري اسانتیاوې برابرې کړي او تش بستونه هغوی ته ځانګړي کړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغانستان بانک ویلي چې دغه بانک د افغانانو د مالي استازولۍ په توګه د هېواد د مالي سکټور مسوولیت پر غاړه لري او ژمن دی چې په هر ډول شرایطو کې د هېوادوالو تر څنګ ودرېږي او تر ټولو ښه خدمتونه ورته وړاندې کړي.‎

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام