Asset 1SWN

ډنډپټان کې له پاکستانه راستنېدونکو کډوالو لپاره چمتووالی نیول شوی

۷۷۷۷۷۷۷۷

د پکتيا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ډنډپټان ولسوالي له لارې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو لپاره یې چمتووالی نیولی او لومړنۍ اسانتیاوې یې ورته برابرې کړې دي.

 که څه هم د ډنډپټان د «خرلاڅي دروازې» له لارې تراوسه د کډوالو د راستنېدو بهير ندی پيل شوی، خو د مسوولانو په وینا، دې ولسوالي کې یې د کډوالو لپاره لومړنۍ اسانتياوې چمتو کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د يادو اسانتياو برابرولو لپاره د پکتيا ولايتي ادارې يوه کميټه ټاکلې چې په ډنډپټان ولسوالي کې د راستنيدونکو کډوالو لپاره د لومړنيو اسانتياوو برابرولو چارې یې پرون دوشنبه د لړم ۱۵مه پيل کړې.

د يادې کمېټې مشري د پکتيا د امنيه قومندان محمدعمر مخلص پر غاړه ده. نوموړي سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستاني لوري ته د دوو قومونو ترمنځ د جګړې پای ته رسېدو سره هم‌مهاله به پر یاده لاره د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر پیل شي.

د مخلص په وینا، له ډیورنډ کرښې پورې غاړې قومي نښته ښايي نن پای ته ورسېږي او ولايتي ادارې وپتیله چې د کډوالو لنډمهالې اوسېدنې، روغتيا، خوراک او څښاک، د کډوالو بايوميتريک او ثبت لپاره يې ټول تدابير ونيسي.

نوموړي وويل:« زموږ د معلوماتو پر بنسټ د کرښې پورې غاړه دواړو قومونو ترمنځ جرګه روانه ده، شايد يوې پايلې ته ورسيږي او لاره خلاصه شي. بيا به نو کډوال هم په دې لاره راځي، نو موږ لازمه وګڼله چې مخکې تر مخکې لازمه اماده‌ګي ورته ولرو او دلته لومړنی اسانتياوې ورته برابرې کړو. موږ اوس دلته تر دوه سوه فاميلونو لپاره نن ورځ چمتوالی ونيوه، که هر څومره کډوال هم پر دې لار راشي، ټول لازم سهولتونه به ورته برابر وي.»

د پکتيا ولايت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رییس حبيب‌الله شهيدزوی وويل چې د راستنېدونکو لپاره به يوازې لنډمهاله سرپناه برابريږي او د دايمي سرپناه لپاره يې هم همکارو موسسو او بنسټونو د همکارۍ ژمنه کړې.

نوموړي زیاته کړه چې تر دې مهاله دغه ولایت ته له نورو لارو څخه تر ۳۷۰  کورنۍ راستنې شوي چې ورسره اړينې مرستې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د پکتيا یو‌شمېر اوسېدونکو او سوداګرو هم بېرته راستنېدونکو کډوالو سره د مرستې ژمنه کړې. دوی وايي، تر خپل توانه به د خوراکي، څښاک، او د نورو اړينو توکو مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام