د افغانستان سرپرست حکومت په یو‌شمېر هېوادونو کې د افغان کډوالو له حقونو څخه د دفاع لپاره یوه کمېټه جوړه کړې.

د ا.ا د ویاند مرستیال بلال کریمي سلام‌وطندار ته وویل، دغه کمېټه به د افغان کډوالو د اساسي حقونو د تامین دنده پر غاړه ولري او په نورو هېوادونو کې د دغو کډوالو له حقونو څخه د سرغړونې قضیې له قانوني لارو تعقیب او وڅېړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «که اړوند هېوادونو کې د افغان کډوالو مدني، کورني او یا هم خصوصي حقونه تر پښو لاندې کېږي، باید قانون‌پوه کمېټه جوړ شي، څو د قانوني او اصولي لارو دا موضوع وڅېړي او نور قانون مراحل یې ولټول شي.»

افغانستان نړۍ کې هغه هېواد دی چې تر ټولو زیات کډوال لري او دامهال هم د دغه هېواد څه باندې پنځه میلیونه وګړي په پاکستان او ایران کې کډوال دي چې ډېری یې د بشري حقونو له نقض سره مخ دي او ټولنیزو خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.

په همدې حال کې د چارو یوشمېر کارپوهان وایي، که څه هم د ایران او پاکستان په څېر ځینو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو حل لپاره د یوې کمیټې جوړیدل اړین دي؛ خو په اوسنیو شرایطو کې دا ډول کمېټې د کډوالو حقونو د ملاتړ په برخه کې هغومره اغیزمنې نه تمامیږي.

د حقوقي چارو کارپوه سبحان مصباح د نړۍ له‌خوا د اسلامي امارت په رسمیت نه پيژندل او د نړیوالو کنوانسیونونو پر وړاندې د ایران او پاکستان بې‌غوري، د دغې کمېټې د اغېزمنتیا په لاره کې تر ټولو مهم خنډونه ګڼي.

هغه وویل: «بحث د دې کمېټې کار او اغېزمنتیا ده، له بده‌مرغه چې د مشروعیت او رسمیت نه‌پېژندنې موضوع د دې کمېټې فعالیت تر پوښتنې لاندې راولي او کمزورې کوي یې.»

د چارو کارپوهان زیاتوي چې د افغانستان ګاونډیان د افغان کډوالو له موضوع څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او دا د دې لامل کیږي چې د کډوالو د حقونو د دفاع کمیټه هیڅ اغیز ونلري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه محمدباقر محسني وايي چې د داسې وضعیت د مخنیوي لپاره باید اسلامي امارت هڅه وکړي چې هېواد کې د ننه د بېوزلۍ په څېر داسې ستونزې حل کړي چې د کډوالۍ لامل کېږي.

«ښه به وي چې اسلامي امارت اساسي کارونو ته پام وکړي او باید د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو ته لاره پیدا او د یوه ټول‌ګډونه حکومت جوړولو پر لور لاړو شو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د کډوالو د حقونو د دفاع کمېټه په داسې حال کې جوړیږي چې د سرپرست حکومت د کابینې په جوړښت کې د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت هم فعالیت کوي؛ خو تېرو دوو کلونو کې د دغه وزارت او د اسلامي امارت د ډیپلوماټیکو بنسټونو هڅې بې‌پایلې پاتې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام