Asset 1SWN

محمداشرف غني: افغان کډوالو سره روانې کړنې له نږدې څارم

6059d07785c3d

مخکینی ولسمشر محمداشرف غني وايي چې له پاکستان څخه په جبري توګه د ستنېدو برخه کې افغان کډوالو سره روان کړنې له نږدې څاري.

نوموړي پر خپله فېسبوک‌پاڼه په لیکلي او غږیزه بڼه یوه پیغام کې همداراز ویلي چې افغانستان ګاونډیان له افغانانو سره یو ډول چلن کوي او په وینا یې، هېوادونه چې له ناورینونو سره مخ کېږي، زور یې له کډوالو باسي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او د نوموړي په ټکو چې د کډوالو باعزته ستنېدو څخه بله لار شتون نه‌لري.

مخکیني ولسمشر د افغان کډوالو ستونزو ته د یوې ګډې حل لارې پر موندلو ټينګار کړی او ویلي یې دي چې دې برخه کې ملي بحث ته اړتیا ده.

نوموړي لیکلي: «اوس هغه وخت رارسېدلی چې ټول افغانان، که په مجازي صفحو کې وي یا ولسي غونډو کې، یو ملي بحث او ګفتمان باندې موافقې ته ورسېږي چې د خپلو مهاجرو خویندو او وروڼو مشکلاتو ته مشترکاً یوه لاره پیدا کړي. ددغو بحثونو اساس به دا وي چې عمومي ګټې تل پر شخصي او فردي ګټو لوړوالی لري. له دې لارې د مهاجرینو د اوسني بحران سره د برخورد په ارتباط یوه ضروري اجماع جوړېدلی شي.»

د روانې نومبر له پیل راهیسې پاکستان له دغه هېواد څخه د بې‌اسناده افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر پیل کړی چې تر دې مهاله زرګونه کورنۍ بېرته افغانستان ته ستنې کړل شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

یو‌شمېر هغه افغان کډوال چې هېواد ته راستانه شوي د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن له امله شکایت کوي او وايي، د یاد هېواد پولیسو یې ټولې شتنمني لوټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام