Asset 1SWN

چمن کې یو‌شمېر افغان کډوال د تندې او لوږې له امله بې‌هوښه شوي

۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶۶

یوشمېر افغان کډوال چې د ډیورنډ کرښې هغې غاړې چمن کې ایسار پاتې د خوړو او اوبو کمښت له امله بې‌هوښه شوي دي.

د حکمت‌الله په نوم یوه افغان کډوال سلام‌وطندار ته ویلي چې له تېرو څو ورځو راهیسې چمن کې ولاړ افغان کډوالو ته اجازه نه‌ورکول کېږي چې افغانستان ته واوړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د نوموړي په وینا، په دې لړ کې یو‌شمېر افغان کډوال د لوږې او تندې له امله بې‌هوښه شوي چې د سیمو خلکو ورته اوبه او خواړه رسولې دي.

نوموړي زیاته کړې چې د چمن په ځینو سیمو کې ځايي اوسېدونکو ته پاکستاني پولیسو هم اجازه نه‌ده ورکړې چې افغان کډوالو ته اوبه او خواړه ورکړي.

حکمت چې خپله له څو ورځو راهیسې چمن کې افغانستان ته د اوښتو په تمه ولاړ دی، وايي، پاکستاني پولیس دغلته افغان کډوال زوروي او د اوښتو اجازه نه‌ورکوي.

نوموړي سلام‌وطندار ته ویلي، ګڼ‌شمېر افغان کډوال چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي، پاکستاني پولیس ورسره ناسم چلن کوي.

تراوسه کندهاز کې چارواکو د ډیورنډ کرښې هغې غاړې د اوبو او خوړو کمښت له امله د یو‌شمېر افغان کډوالو د بې‌هوښه کېدو په اړه څه نه‌دي ویلي.

د روانې نومبر میاشتې پر دویمه نېټه له پاکستان څخه د افغان کډوال په زور د ایستلو لړۍ پيل شوې چې هېواد ته راستانه شوي کډوال د دغه هېواد د پولیسو له ناسم چلن او ځورونې شکایت کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

په تورخم او سپین‌بولدک کې راستانه کېدونکو افغان کډوالو ته کمپونه جوړ شوي او د خوراکي توکو ترڅنګ ورته د لومړنیو اسانتیاو د برابرېدو هڅې روانې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام