Asset 1SWN

چمن کې افغان کډوال: پاکستاني پولیسو مو ټوله شتمني ولوټله

کډوال

د پاکستان چمن کې یوشمېر افغان کډوال وايي چې د نامعلومو لاملونو له امله پاکستاني پولیس اجازه نه‌ورکوي چې افغانستان ته واوړي او د خوړو او اوبو له کمښت سره مخ دي.

یو‌شمېر دغو کډوالو سلام‌وطندار ته د ټیلیفوني اړیکې پر مټ ویلي چې پاکستان ترې ټوله شتمني لوټلې او دومره څه نه‌لري چې خپلو ځانو او اولادونو ته خواړه پرې واخلي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یوه افغان کډوال زرولي چې له تېرو دوو ورځو او شپو راهیسې ډیورنډ کرښې ته څېرمه چمن کې ایسار پاتې سلام‌وطندار ته وویل چې پاکستاني پولیسو ترې ټولې پیسې اخیستې دي.

هغه وویل: «ټولې پیسې پاکستاني پولیسو راڅخه واخېستلې، راته یې وویل چې تر پنځوس زره کالدارو اضافه پیسو څخه حق نه‌لرئ چې له ځانه سره یې انتقال کړئ. یو موټر مي درلود پولیس مو د غلو په شان پر کور راغله موټر یې راڅخه یوړ.»

زرولي سلام‌وطندار سره خبرو کې زیاته کړه چې تېره ورځ ده او کورنۍ یې پر لوږه تېره کړې او په وینا یې، بېګاه ماښام د سیمو خلکو ورسره د خوړو مرسته وکړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه کډوال داسې مهال د پاکستاني پولیسو د ناوړه چلن څخه شکایت کوي چې له دې مخکې یو‌شمېر نور راستانه شویو کډوالو هم د دغه هېواد د پولیسو ناوړه چلن څخه شکایت کاوه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام