Asset 1SWN

پاکستان له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

کډوال کندهار

د پاکستان حکومت نن پنج‌شنبه د لړم یوولسمه له دغه هېواده په زوره د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د راپورونو له مخې، پولیسو د یاد هېواد بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو مېشت‌ځایونو باندې چاپې هم وهلي دي.

د افغان کډوالو پر وړاندې د پاکستان دغه کړنه د بشرحقونو نړیوال بنسټونو ترڅنګ د یوشمېر هېوادونو له هغې ډلې د امریکا له غبرګونونو سره مخ شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو مېلر پرون یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا د افغانستان له ګاونډیو غوښتنه کړې چې په زور د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ ودروي.

د پاکستان یو‌شمېر سیاسي او بشري حقونو څېرو بیا د افغان کډوالو د اېستلو سره مخالفت څرګند کړی او د دغه هېواد سترې محکمې ته یې یوه لیک کې ویلي چې د پاکستان لنډمهالی حکومت د دې پرېکړې واک نه‌لري او دا چاره باید ودرول شي.

پاکستانی سیاسي فعال محسن داوړ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي: «موږ د اساسي قانون د ۱۸۴ مادې د درېیم بند پر بنسټ سترې محکمې ته یو لیک سپارلی چې د افغان او نورو کډوالو د اېستلو په اړه د د دولت او سترې کمېټې پرېکړه ننګوي.»

د پاکستان ستره محکمه چې د دغه هېواد د حکومتي بنسټونو پر پرېکړو مستقیمه اغېز لري، تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

په ورته مهال پاکستانی خبریال طاهر خان هم وايي چې د افغان کډوالو د اېستلو پرېکړې واک حکومت نه‌لري او په وینا یې، باید د محکمې پرېکړې ته باید په تمه شو. «محکمه کې به دا بحث وشي او باید ورته په تمه شو چې محکمه په دې اړه څه وايي.»

په ورته مهال یو‌شمېر هغه افغانان چې اروپايي او نورو هېوادونو ته د تلو په تمه دي او له تېرو دوو کلونو راهیسې دغه هېواد کې اوسېږي، وايي، په اندېښنو کې ژوند کوي.

پاکستان کې یوه افغان نومان وحید سلام‌وطندار ته وویل: «په ډېرو ستونزو کې ژوند کوو، د باندې نشو وتلی او ماشومان مو د پولیسو له وېرې چغې وهي، په ستونزو کې ژوند کوو او افغانستان ته هم نشو تللی.»

په همدې حال کې هغه افغان کډوال چې د ننګرهار د تورخم او د کندهار د سپین‌بولدک له لارو هېواد ته راستانه کېږي، د رسېدنې هڅې ورته پیل شوې دي.

د ا.ا ویاند ذبېح‌الله مجاهد سلام‌وطندار ته ویلي، هڅه یې وکړه، څو د افغان کډوالو د ایستلو پر پرېکړې د بیاکتنې لپاره د پاکستان حکومت ته قناعت ورکړي، خو په وینا یې، هڅې یې بې‌پایلې وې.

د نوموړي په وینا، اسلامي امارت په دې هڅه کې دی چې راستانه شویو کډوالو ته په هېواد کې دننه اسانتیاوې برابرې او رسېدنه ورته وکړي.

نوموړي وویل: «له بده مرغه چې کډوال په زور ایستلو ته اړ شوي، سربېره پر دې چې پاکستاني حکومت سره مو اړیکې ونیولې او ټينګار مو وکړ، خو  پایلې یې نه‌لرلې. اسلامي امارت دواړو بندرونو تورخم او سپین‌بولدک کې د افغان کډوالو لپاره چمتووالی نیولی دی.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې له دغه هېواد به ټول هغه بې‌اسناده افغان کډوال وباسي چې شمېر یې څه باندې ۱،۷ میلیونه کسانو ته رسېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام