پاکستان له دغه هېواده د بې‌اسناده افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل کړه

د پاکستان حکومت نن پنج‌شنبه د لړم یوولسمه له دغه هېواده په زوره د بې‌اسناده افغان کډوالو  د ایستلو لړۍ پیل کړه چې د راپورونو له مخې، پولیس د یاد هېواد بېلابېلو ښارونو کې د افغان کډوالو مېشت‌ځایونو باندې چاپې هم وهلي دي.

پکتیا کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د «خرلاڅي» دروازه تړل شوې

د  پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره ګډه د خرلاڅي دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې ده. د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي سلام‌وطندار ته ويلي چې دغه دروازه له کرښې پورې غاړې ته د جګړې له امله تړل شوې.