Asset 1SWN

پر جبالیا کمپ د اسراییلو برید کې ۱۹۵ کسان وژل شوي

A man reacts as Palestinians search for casualties a day after Israeli strikes on houses in Jabalia refugee camp in the northern Gaza Strip, November 1. REUTERS/Mohammed Al-Masri

فلسطیني چارواکي وايي چې د غزې د کډوالو تر ټولو ستر کمپ جبالیا کې د اسراییلي ځواکونو د هوايي بریدونو پر مهال ۱۹۵ کسان وژل شوي او ۱۲۰ نور لادرکه دي.

رویټرز خبري اژاسن نن پنج‌شنبه د نومبر دویمه راپور ورکړی چې دغه کسان د اسراییلي ځواکونو په تازه بریدونو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د راپور له مخې، د اسراییلو، حماس او مصر ترمنځ د یوې هوکړې له مخې، لږ تر لږه ۳۲۰ بهرني وګړي له غزې څخه بهر ایستل شوې دي.

دغه کسان چې ټپیان هم په‌کې شامل دي، د رفاح بندر له لارې مصر ته اوښتي دي. مصر ته اوښتونکي کسان د اسټرالیا، اتریش، بلغاریا، چک جمهوریت، فنلنډ، اندونیزیا، ایټالیا، جاپان، اردن، انګلستان او امریکا اړوند وګړي دي.

د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له هغه وخت راهیسې چې اسراییلو پر غزې هوايي بریدونه پیل کړي، تراوسه څه باندې ۸۷۹۶ کسان وژل شوي او په سلګونه نور ټپیان دي.

په وژل شویو کې ۳۶۴۸ ماشومان هم شامل دي. اسراییلو د تېرې اکتوبر میاشتې په اوومه نېټه پر غزې د هوا او ځمکې له لارې بریدونه کړل.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دغه بریدونه د حماس ډلې د هغه برید به غبرګون کې دي چې دې ډلې د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ او شاوخوا ۱۴۰۰ کسان یې ووژل او یوشمېر یې له ځان سره بوتلل.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام