Asset 1SWN

اسراییلي ځواکونو تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژلي

MSB171568

د فلسطین روغتیا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې ۴۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د دغه وزارت په وینا، ۶۰ فلسطینیان یوازې بېګاه د اسراییلو په بریدونو کې وژل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د الجزیرې خبري شبکې نن دوشنبه د اکتوبر ۲۳مه راپور ورکړی چې اسراییلو پر غزې تړانګې هوايي بریدونه کړي او د کډوالو جبالیه کمپ کې یې د هستوګنې کورونه په نښه کړې دي.

د راپور پر بنسټ بریدونه د الشفا او القدس روغتونونو ته نږدې شوې دي. تراوسه د اسراییلي ځواکونو په بریدونو کې لږ تر لږه ۴۶۵۱ فلسطینیان وژل شوي او په زرګونه نور ټپیان دي.

بل‌خوا په دې نښتو کې لږ تر لږه ۱۴۰۰ اسراییلیان هم وژل شوي دي.

په همدې حال کې یو‌شمېر رسنیو راپور ورکړی چې په لوېدیځه غاړه کې د اسراییلو په شپنیو چاپو کې لسګونه فلسطینیان نیول شوي دي.

فلسطین کې وفا خبري اژانس ویلي چې اسراییلو د شپنۍ چاپو پر مهال په هبرون ښار او غزې تړانګه کې د کارګرو په ګډون ۵۹ کسان نیولي دي.

د فلسطین روغتیا وزارت هم په یوې خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې رام‌الله ته نږدې په جلازون کډوالو کمپ کې د اسراییلو له لوري په تاوتریخوالي کې دوه فلسطینیان وژل شوي او ۲۰ نور نیول شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له هغه وخت راهیسې چې حماس پر اسراییلو مرګونی برید وکړ، تراوسه د اسراییلي ځواکونو له‌خوا په لوېدیځه اشغال شوې غاړه کې ۱۲۰۰ فلسطینیان نیول شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام