Asset 1SWN

میدان‌وردګ کې له پاکستانه راستانه شویو کډوالو ته کورونه جوړېږي

IMG-20231102-WA0049

د میدان‌وردګ چارواکي وایي چې له پاکستان څخه په زور د ایستلو شویو افغان کډوالو لپاره د دغه ولایت د کډوالو ښارګوټي کې ۲۷۲ د هستوګنې کورونه جوړوي.

د یاد ولایت د والي دفتر رییس ضابط حارث وايي چې له کډوالو سره د بېړنې مرستې په موخه یې په میدان‌وردګ کې د مسوولانو یوه غونډه رابللې وه.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړه چې د شوې پرېکړې له مخې، به د میدان‌وردګ د کډوالو ښارګوټي کې ۲۷۲ کډوالو ته کورونه جوړ شي او په دغه ولایت کې به د دولتي اداري او موسسې له پاکستان څخه تازه راکډه شویو افغانانو سره بېړنې مرسته وکړي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

باید وویل شي چې په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت پرېکړه کړې چې له دغه هېواد به هغه افغانان کډه کوي چې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام