Asset 1SWN

ریچارډ بنټ: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه لغوه کړي

Untitled-design-2023-03-06T192215.311

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ له پاکستان یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې لغوه کړي.

ریچارډ بنټ سه‌شنبه د لړم نهمه پر «اېکس» پاڼه لیکلي: «زه له پاکستانه خپله غوښتنه بیا تکراروم چې په ټولییزه توګه د افغان کډوالو د اېستلو پروګرام دې ودروي او له یوه ناورین دې مخنیوی وکړي. زه د افغانانو حقونو څخه هر ډول چې وي، له هغې ډلې پاکستاني چارواکو سره د خبرو له لارې خپلې دفاع ته دوام ورکوم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ټاکل شوې چې له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ سبا پنج‌شنبه لړم یوولسمه پیل شي. پاکستان دغه هېواد کې مېشت ناقانونه افغان کډوالو ته د اکتوبر تر ۳۱مې وخت ورکړی و چې له دغه هېواده ووځي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په پراخه توګه له غبرګونونو سره مخ شوې. د بښنې نړیوال سازمان ویلي چې دغه پرېکړه باید لغوه شي او نړیواله ټولنه دې پاکستان سره د افغان کډوالو کوربه‌توب له امله مالي مرسته وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام