کندهار کې بڼوال: حکومت دې اروپا ته د انارو د صادراتو زمینه برابره کړي

کندهار کې د انارو یوشمېر بڼوال وايي، سره له دې چې د نباتي ناروغیو او افتونو له امله يې د انارو حاصلات زیانمن شوي د صادراتو پرمهال یې له ګڼو ستونزو سره هم مخ وي. دوی سلام‌وطندار ته وویل، سپین‌بولدک کې د نورو ستونزو ترڅنګ، پاکستاني لوري ورته د صادراتو پرمهال ستونزې جوړوي.

ریچارډ بنټ: پاکستان دې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه لغوه کړي

د افغانستان لپاره د ملګروملتونو ځانګړي رپورټر ریچارډ بنټ له پاکستان یو ځل بیا غوښتنه کړې چې له دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه دې لغوه کړي. له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړه په پراخه توګه له غبرګونونو سره مخ شوې.

سرفراز بوګټي: یوازې بې‌اسناده افغان کډوال له پاکستانه باسوو

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی وزیر وايي چې د نومبر دویمه «سبا پنج‌شنبه» به دغه هېواد کې د ناقانونه افغان کډوالو دایستلو لپاره پراخ عملیات پیل کړي. دغه هېواد کې افغان کډوالو ته د بېرته ستنېدو لپاره ټاکل شوې نېټه پرون سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه پای ته ورسېده.

اسلامي امارت: هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلي

د افغانستان سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلي.

سرپرست حکومت «سه‌شنبه د لړم نهمه» په یوې خبرپاڼه کې له ګاونډیو هېوادونو د مننې ترڅنګ له یادو هېوادو غوښتي چې افغان کډوال دې نه‌باسي، وخت دې ورکړي او د بشري عاطفې له مخې دې زغم ولري.