Asset 1SWN

کندهار کې بڼوال: حکومت دې اروپا ته د انارو د صادراتو زمینه برابره کړي

rrrrrrrrrrr

کندهار کې د انارو یوشمېر بڼوال وايي، سره له دې چې د نباتي ناروغیو او افتونو له امله يې د انارو حاصلات زیانمن شوي د صادراتو پرمهال یې له ګڼو ستونزو سره هم مخ وي.

دوی سلام‌وطندار ته وویل، سپین‌بولدک کې د نورو ستونزو ترڅنګ، پاکستاني لوری ورته د صادراتو پرمهال ستونزې جوړوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه بڼوال غوښتنه کوي چې حکومت دې بدیلې لارې ورته پیدا کړي، څو د اسیايي هېوادونو په ګډون اروپايي هېوادونو ته هم صادرات ولري.

د کندهار ژېړۍ ولسوالي یوه بڼوا عصمت‌الله وویل: «سږ کال ډېر کمزوري دي، ځکه مرضونه یي کړي، روغ انار نه‌ وځي. د اسلامي امارت څخه غواړو چې موږ ته باید هوایي دهلیزونه جوړ کړي، څو انار نورو هېوادونو ته صادر شي.»

په ورته مهال د دغه ولایت یوه بل کروندګر سلطان‌محمد هم له سرپرست حکومت غواړي چې بهر ته د دوی د انارو لېږد ته زمینه برابره کړي. «دلته خو افغانستان کې کټه نه‌کوي، ځکه دلته بیخي ډېر دي، دلته په من خرڅېږي. په ۶۰۰ کالدارې په ۷۰۰ کالدارې دي، کالدارې او څه دي، نو موږ د اسلامي امارت څخه غوښتنه کوو چې زموږ انار نورو هېوادونو ته صادر کړي.»

کندهار کې د انارو یوشمېر سوداګر هم وايي، پاکستان تل د میوو حاصلاتو پرمهال پر فرضي کرښه د سپین‌بولدک دروازه بندوي او غواړي چې دلته سوداګر او بڼوال زیان وویني.

د تازه مېوې سوداګر حاجي ناني‌‌اغا سلام‌وطندار ته وویل، څو پرله‌پسې ورځې پر مېوو بار موټرو ته له سپین‌بولدک څخه د ژر اوښتو اجازه نه ورکول کیږي چې په دې سره ډیری وختونه میوه خرابه شي او د پلورلو وړ نه وي.

هغه وویل: «انار سږکال په ځنډ پاخه شول، هوا یخه وه، اوس انار پاخه شوي، خو د مصرفو په خاطر په پاکستان کې هلته رانیول او خرڅول یي ډېر مشکل دي. خو بیا هم موږ کوښښ کوو چې دا مشکل حل کړو. خو مصرفونه ډېر دي. تېر ګران دي، پاکستان کې هلته لغړیان د پاکستان موږ ته ډېرې ستونزې جوړوي، خو په داخل د افغانستان کې موږ ته کم مشکل نشته.»

په ورته وخت کې د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال انجینیر عبدالباقي هم دغه ستونزې تاییدوي، خو وايي، پاکستان لوري ورسره ژمنه کړې چې د سوداګرو پر وړاندې به ستونزې نه‌جوړوي.

د نوموړي په وینا، دې ورځو کې پرته له کومې جدي ستونزې په عادي ډول د کندهار انار پاکستان او د هغه هېواد له لارې هند ته صادریږي.

نوموړي وویل: «سږکال د مېوو د بارولو په جریان کې موږ د پاکستان لوري سره کومه ستونزه نه‌لرو، ځکه مخکې له دې چې زموږ د تازه مېوې فصل حاصل  ته ورسیږي، موږ درې میاشتې مخکې د دوی سره غونډې کړي، قندهار کې د پاکستان د سفارت قونسل د ارتباط خارجه رییس او موږ پرله‌پسې څو مجالس وکړل او دا پرېکړه مو وکړه چې د مېوو د بارېدو جریان کې به کومه ستونزه نه‌پیښیږي او اضعافه ټیکس به نه وضع کېږي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د افغان سوداګرو په وینا، پاکستان هېواد په بېلابېلو پلمو هغه مهال چې افغانستان کې د مېوو راټولولو وخت وي، د تورخم او سپین‌بولدک لارې تړي چې دوی ته ګڼ‌ مالي زیانونه وراوړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام