Asset 1SWN

سلام وطندار

د لومړي ځل لپاره له افغانستانه امریکا ته د انارو جوس صادر شول

F1lWAHxagAEfNtd

د افغانستان له هرات ولایت څخه د لومړي ځل لپاره د انارو جوس لومړنۍ جوپه امریکا ته لېږدول شوې ده.

هرات کې د پامیر کولا تولیدي شرکت پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د لومړي ځل لپاره یې د انارو ګاز لرونکي اوبه له هرات څخه امریکا ته صادر کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

امریکا ته انارو اوبو د لومړنۍ جوپې د لېږد لارې او دې برخه کې د دواړو لوریو ترمنځ د شوې هوکړې په اړه جزییات نه دي ورکړل شوي.

دغه شرکت د چنګاښ په ۳۰مه پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې په بریالیتوب یې د «شفا د انارو اوبه» امریکا ته صادر کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

دا په تېر دوو کلونو کې لومړی ځل دی چې له افغانستان څخه امریکا ته توکي صادرېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام