Asset 1SWN

روسیه افغانستان ته د تېلو او خوراکي توکو صادرات ډېروي

Naft

د افغانستان لپاره د روسیې سفیر ډیمیټري ژیرنوف له «روسیه ۲۴» ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې هېواد به یې د سوداګریزو قراردادونو له مخې، افغانستان ته د تېلو او خوراکي توکو صادرات زیات کړي.

د ژیرنوف په خبره، په تېر یوه کال کې د روسیې او افغانستان ترمنځ سوداګریزه راکړه‌ورکړه ۴۰ سلنه زیاته شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه داسې مهال افغانستان ته د روسیې د صادراتو ډېرېدو خبر ورکوي چې د سوداګرۍ او صنایعو سرپرست وزیر نورالدین عزیزي څه موده مخکې روسیې ته تللی و او هلته یې له روسي چارواکو سره د غنمو او سون‌توکوو قرارداد لاسلیک کړ.

روسیه به د دغه قرارداد پر بنسټ، هر کال دوه میلیونه ټنه غنم افغانستان ته را ولېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام