Asset 1SWN

اسلامي امارت: هېوادونه دې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلي

2cb9fa1b7cf4cfa40524866cb29906029b233856

د افغانستان سرپرست حکومت له ګاونډیو هېوادونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو پر وړاندې له زغم کار واخلي.

سرپرست حکومت «سه‌شنبه د لړم نهمه» په یوې خبرپاڼه کې له ګاونډیو هېوادونو د مننې ترڅنګ غوښتي چې افغان کډوال دې نه‌باسي، وخت دې ورکړي او د بشري عاطفې له مخې دې زغم ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخیستل شي، ویل شوي چې افغان کډوال د هغو هېوادونو چې دوی په‌کې ژوند کوي امنیت ته کوم ګواښ نه دی پېښ کړی او نه هم په‌کې ښکېل دي.

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې کوربه‌ هېوادونو کې د افغان کډوالو شتمني او مالونه د افغانانو حق بلل شوی او ټینګار شوی چې څوک باید له افغان کډوالو دغه شتمني ونه‌ګرځوي.

په ورته مهال خبرپاڼه کې پر سوداګرو او عامو افغانانو هم غږ شوی چې د راستانه شویو کډوالو د ځای پر ځای کېدو، درملنې او نورو برخو کې له اړوند کمېسیون او ادارو سره په همغږۍ مرسته وکړي.

له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیل لپاره ټاکل شوې نېټه پرون سه‌شنبه د اکتوبر ۳۱مه پای ته ورسېده چې ورسره نن چهارشنبه له دغه هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ پیلېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

که څه هم زرګونه کورنۍ په داوطلبانه توګه د وروستۍ یوې میاشت پر مهال له پاکستان څخه افغانستان ته راستنې شوي، خو لا هم زرګونه کورنۍ شته چې د ناوړه اقتصادي وضعیت له امله نه‌غواړي افغانستان ته ستنې شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام