Asset 1SWN

پکتیا کې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د «خرلاڅي» دروازه تړل شوې

۴۴۴۴۴

د  پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت ډنډپټان ولسوالي کې پر ډیورنډ فرضي کرښه له پاکستان سره ګډه د خرلاڅي دروازه له تېرو څو ورځو راهیسې تړل شوې ده.

د پکتيا ولايت مقام وياند عبدالقدير احمدي سلام‌وطندار ته ويلي چې دغه دروازه له کرښې پورې غاړې ته د جګړې له امله تړل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

دغه لاره پاکستاني لوري ته د دوو قومونو ترمنځ د روانې نښتې له امله د پاکستان له‌خوا تړل شوې او هېڅ ډول تګ‌راتګ پرې نه کېږي.

په ورته مهال د یادې دروازې تړل کېدو له امله ګڼ‌شمېر سوداګرو ته زیانونه اوښتي دي.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول‌ حسيب ګردېزی وايي چې د يادې لارې تړل کېدو سره هم‌‌مهاله سوداګرو له توکو بار موټر پر نورو لارو هېواد ته راواردل کړل چې له کبله یې سوداګرو ته زیان اوښتی دی.

د نوموړي په وینا، دواړو لوریو ته له توکو بار موټر ولاړ دي.

د پکتيا د سوداګرۍ خونې مسوول‌ حسيب ګردېزی زیاته کړه چې د یادې لارې تړل کېدو له امله د دغه ولایت بازارونو کې د ځینو توکو بیې هم لوړې شوې دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د خرلاڅي لاره چې پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه پرته ده، د دغه ولایت د سوداګرو د تجارتي توکو د لېږد رالېږد لپاره تر ټولو نږدې او ارزانه لاره بلل کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام