Asset 1SWN

ډنډپټان کې پاکستان سره د «خرلاڅي» دروازه نن بېرته پرانېستل شوه

received_665891258452082

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالي کې له پاکستان سره پر ډیورنډ کرښه د «خرلاڅي» دروازه نن بېرته پرانېستل شوه.

د پکتیا د والي ویاند  عبدالقدیر احمدي سلام‌وطندار ته ویلي چې نن دوشنبه د لیندۍ اوومه له پاکستان سره د  خرلاڅي دروازه د هر ډول بار وړونکو موټرو او مسافرو پر مخ بېرته پرانېستل شوې ده.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه دروازه نږدې دوه اوونۍ وړاندې د اسلامي امارت د ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له امله تړل شوې وه.

د پکتیا د والي ویاند دا نه دي ویلي چې یاده دروازه د کومې هوکړې له مخې بېرته پرانېستل شوې، خو یاده سیمه کې تر نښتو وروسته د دواړو لوریو د خبرو په لړ کې پاکستاني لوري له افغان پلاوي غوښتنه کړې وه چې کرښې سره نږدې دې د سړک جوړولو چارې ودرول شي.

د راپورونو له مخې په ډنډپټان ولسوالي کې خرلاڅي دروازې ته نږدې د اسلامي امارت ځواکونو یوې امنیتي پوستې ته د سړک د رغېدو چارې پیل کړي چې ویل کېږي پاکستاني ملېشو یې د مخنیوي لپاره نښته هم کړې ده.

ډنډپټان کې د اسلامي امارت او پاکستاني ملېشو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره څو ځله ناستې شوي، خو د راپورونو له مخې، بې‌پایلې وې.

د راپورونو له مخې، په ډنډپټان کې د اسلامي امارت او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له امله سلګونه کورنۍ بې‌ځایه شوي دي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

د یادې ولسوالي اوسېدونکو څو ورځې وړاندې سلام‌وطندار ته ویلي و چې پاکستاني ملېشو د ملکیانو پر کورونو بریدونه کړي چې له امله یې سلګونه کورنۍ له خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام