د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله دغه ولسوالي کې ټول ښوونځي تړل شوي چې د څه باندې ۴۰۰۰ زدهکوونکو زدهکړې او کلنۍ ازموینې ځنډېدلي دي.
د ډنډپټان ولسوالي د پوهنې مدیریت مسوولانو سلاموطندار ته ویلي، د کلنۍ ازموینې د ځنډېدو پرېکړه یې وروسته له هغې وکړه چې په یاده سیمه کې د پاکستاني ملېشو لهخوا د ملکیانو پر کورونو بریدونه وشول او له امله سلګونه کورنۍ بېځایه شوې.
د مسوولانو په وینا، د یادو بېځایه شویو کورنیو څه باندې څلور زره ماشومان هم له دغې ولسوالي نورو سیمو ته تللي او دوی اړ شول چې کلنۍ ازموینې وځنډوي.
د ډنډپټان ولسوالي د پوهنې مدیر اصیل محمد واحیدیار وايي چې د اسلامي امارت او پاکستاني ملېشو ترمنځ د نښتو له امله دغه ولسوالي کې سلګونه کورنۍ خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي چې ورسره یاده سیمه کې اته لېسې او ابتداییه ښوونځي هم تړل شوي دي.
واحیدیار زیاتوي چې په یادو اتو ښوونځیو او لېسو کې ۴۳۲۷ زدهکوونکو زدهکړې کولې چې اوس تړل شوي او کلنۍ ازموینې یې هم ځنډېدلې دي.
د ډنډپټان ولسوالي د پوهنې مدیر اصیل محمد واحیدیار په وینا، دغه ولسوالي کې اووه دیني مدرسې هم تړل شوي چې ۱۵۰۰ زدهکوونکو پهکې زدهکړې کولې.
ډنډپټان کې یوشمېر زدهکوونکي د اسلامي امارت له حکومت غوښتنه کوي چې یاده ولسوالي کې د ډیورنډ پر کرښه له پاکستان سره رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي.
ګلرسول چې ډنډپټان کې د یوه ښوونځي د اتم ټولګي زدهکوونکی دی، سلاموطندار ته وايي چې سیمه کې یې د نښتو له امله کورنۍځایه بېځایه شوې او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
نوموړی زیاتوي چې د جګړو له کبله یې ښوونځی تړل شوی او په وینا یې، ښوونځی یې باید ژر تر ژره بېرته پرانېستل شي.
دا په داسې مهال دی چې له څه باندې یوې اوونۍ راهیسې د پکتیا ډڼډپټان کې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ څو ځله نښتې رامنځته شوې دي.
د اسلامي امارت مسوولان وايي، لومړۍ نښته هغه مهال رامنځته شوه چې د اسلامي امارت ځواکونو په سیمه کې خپلې یوې پوستې ته سړک جوړاه او د پاکستاني ملېشو لهخوا پرې ډزې وشوې.
سلاموطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ
پاکستان بیا ویلي چې دغه سیمه د دوی اړوند ده او د اغزن تار لګولو پر مهال د افغانستان خواته پاتې شوې ده. د دواړو لوریو ترمنځ د رامنځته شوې ستونزې د هواري لپاره څو ځله ناستې هم شوي، خو بېپایلې وې.