ډنډپټان کې د پاکستان د بریدونو له امله د زدهکوونکو کلنۍ ازموینې ځنډېدلي
د پکتیا په ډنډپټان ولسوالي کې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله دغه ولسوالي کې ټول ښوونځي تړل شوي چې د څه باندې ۴۰۰۰ زدهکوونکو زدهکړې او کلنۍ ازموینې ځنډېدلي دي. د مسوولانو په وینا، د یادو بېځایه شویو کورنیو څه باندې څلور زره ماشومان هم له دغې ولسوالي نورو سیمو ته تللي او دوی اړ شول چې کلنۍ ازموینې وځنډوي.