Asset 1SWN

د ا.ا ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ نښتې؛ ډنډپټان کې سلګونو کورنیو خپلې مېنې پريښي

316133598_659232325872975_265488118433644039_n

د پکتیا ډنډپټان ولسوالي کې له تېرو نهو ورځو راهیسې د اسلامي امارت ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ درې ځلې پرله‌پسې وسله‌واله نښتې شوي دي.

د یادې سیمې اوسېدونکي وايي چې د پاکستاني ملېشو له لورې د ملکیانو پر کورونو د درنو وسلو بریدونه هم شوي چې له امله یې سلګونه کورنۍ د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي، د ډنډپټان ولسوالي د ستیا، څپرې، ځاځي‌اباد، لنډي راغه او ځینو نورو سیمو اوسېدونکي اړ شوي چې د پاکستاني ملېشو د بریدونو له امله نورو خوندي سیمو ته کډه شي.

د ډنډپټان اوسېدونکی سیدالرحمن سلام‌وطندار ته وویل: «له یوه نیمې بجې نه وروسته چې د پاکستان سره د بوړوکي او تور کنډو په سیمه کې جنګ شروع شو، له هغه نه وروسته د ډنډپټان د ستیا، څپري، ډنډې او ځاځي‌اباد کلي مکمل د قوم خلک سپین‌ږیري زنانه او ماشومان تر شپې ناوخته پورې دا خلکو کډې وکړې، د خلکو کډې وشوې. د خلکو کورونه ولګېدل، باغونه، بازار ولګېد، څپري کې ګمرک ولګېد او د خلکو موټر ولګېدل. د پاکستان لخوا نه غټ هاوانونه او توپونه راتلل، د خلکو په کورونه باندې هم ولګېدل. خو شپه وه، د تلپاتو پته نه لګېده، خلک ټول ووتل. موږ هم وتلي یو، کډې مو کړې شهرنو او څمکنیو ولسوالي ته.»

د پکتیا د ډنډپټان اوسېدونکي یونس‌‌خان بیا سلام‌وطندار ته وویل چې د ډیورنډ فرضي کرښې د افغانستان غاړې ته د اغزن تار سره نږدې د یوه نوي جوړېدونکي سړک سره پاکستاني ملېشو مخالفت وښوده چې له همدې امله د دواړو لوریو ترمنځ جګړه رامنځته شوه.

نوموړي وویل: «د جګړې علت خو مقصد  ډیورنډ فرضي کرښې باندې ازغن تار تېر شوی. دې غاړې ته زموږ خوا ته د امارت ځواکونه غواړي یو سرک تېر کړي، د دې سړک د تېرولو په جریان کې یو ځل دوه ورځې مخکې جنګ وشو او له پرون ماسپښین راهیسې جنګ شروع شو، د شپې اتو بجو پورې ډېر شدید جنګ و.»

د پکتیا ځايي چارواکو تر اوسه د یادو نښتو د رامنځته‌کېدو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو سلام‌وطندار ته یوې حکومتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي، د پاکستان له لوري دغه نښتې د افغانستان خاوره کې د اسلامي امارت د ځواکونو له‌خوا یوې پوستې ته د سړک جوړېدو په غبرګون کې رامنځته شوي دي.

د سرچینې په وینا، پاکستاني ملېشه هڅه کوي چې په دغو نښتو سره یادې پوستې د سړک د جوړېدو مخه ونیسي. په ورته مهال سرچینې سلام‌وطندار ته ویلي چې د یادو نښتو په پایله کې تر دې مهاله د اسلامي امارت یو سرتېری وژل شوی او همداراز نهه ملکیان هم ټپیان شوي دي.

په یادو نښتو کې پاکستاني ملېشو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

سلام‌وطندار پر ټوېټرپاڼه هم وڅارئ

له دې سره د پکتیا حوزوي روغتون مشر ډاکتر نصیراحمد رحماني سلام‌وطندار ته ویلي چې د پرون ورځې د نښتې له ځایه دغه روغتون ته یو جسد او شپږ ټپیان وروړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام