له هغه وروسته چې د تېرې یکشنبې په ورځ کندهار کې د سپینبولدکـچمن پر دروازې د یوه ناڅرګنده وسلهوال کس له لوري پر پاکستاني ملېشو برید کې یو پاکستانی ووژل شو او څو نور ټپیان شول، د دواړو لوریو ترمنځ وسلهواله نښته هم وشوه او یاده لاره وتړل شوه.
په کندهار کې د سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، له تېرو درېوو ورځو راهیسې دواړو لوریو ته سلګونه لارۍ سوداګریز توکي بند پاتې دي او له کبله یې سوداګرو ته ډېر زیان اوښتی دی.
د کندهار د سوداګرۍ خونې مرستیال عبدالباقي بینا سلاموطندار ته وویل، د اسلامي امارت د سرحدي ځواکونو او پاکستاني ملېشو ترمنځ راپورته شوې ستونزه دې ژرترژره د خبرو له لارې حل شي.
د نوموړي په وینا، په انارو، پیازو او بادرنګو سلګونه موټر هلته ولاړ دي چې په وینا یې، دوی ته زیان اوړي. بینا ټینګار کوي چې د ورته ستونزو د را پېښېدو پر مهال دې یاده لاره، په تېره د سوداګریزو توکو پر مخ نه تړل کېږي.
د یادونې ده چې د دې لارې له تړل کېدو وروسته زرګونه کسان هم د دروازې دواړو لوریو ته بند پاتې وو، خو د قومي مشرانو په منځګړتوب یې له پرون ماښام راهیسې د تېرېدو یوه فرعي لاره پرانېستل شوې ده.
په سیمه کې یوې ځایي سرچینې د نوم اخیستلو په شرط سلاموطندار ته ویلي چې د لارې پرانېستلو پر مهال شخړه کې د پاکستاني لوري دوه کسان وژل شوي او څلور نورو بیا د ګڼېګوڼې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. سرچینه وايي، هغه کسان چې د پاکستان پېژندکارټ ولري، اجازه ورکول کېږي.
په ورته وخت کې د کندهار د والي ویاند عطاالله زید وايي، د لارې پرانېستلو په موخه یې له پاکستاني لوري سره د خبرو هڅې کړي، خو په وینا یې، تر اوسه بېپایلې دي. نوموړی وايي، کابل او اسلاماباد ښايي په لویه کچه د ستونزې هوارېدو په موخه خبرې وکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
بلهخوا د اسلامي امارت ویاند ذبېحالله مجاهد پر ټویټر د دې پېښې په اړه خواشیني ښودلې او په وینا یې، د څېړلو لپاره یې یو لوړپوړی پلاوی ټاکل شوی دی. هغه ویلي، د اسلامي امارت امنیتي ادارې به په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره هڅې کوي.
د ځايي سرچینو په خبره، پاکستاني چارواکو ویلي، تر هغه به د سپینبولدک لاره تړلې وي چې پر پاکستاني ځواکونو د شوي برید څرنګوالی نه وي روښانه شوی. دوی پرون د ډیورنډ فرضي کرښې د دواړو غاړو له قومي مشرانو سره په خبرو کې له افغان لوري غوښتي چې پر پاکستاني ملېشو د شوي برید بریدګر دې دوی ته وسپاري.