Asset 1SWN

کندهارۍ مېرمنې: ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال اړ یوو چې د موټر ډاله کې کېنو

Pa-Dakiyo-Ke-Da-Shazo-Sapar-23-01-2023-1-q44tc8l0jtdu1x2mqqyndi39csnl2e7ran5ot37vrc

کندهار کې یوشمېر مېرمنې وايي چې موټرچلوونکي ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال دوی د موټر په ډاله کې سپروي.

د کندهار یوه ۲۸ کلنه اوسېدونکې بي‌بي نوریه چې په قابلګي څانګه کې یې لوړې زده‌کړې کړي وايي، له کلونو راهیسې اړ اېستل کېږي چې ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال د موټر په ډاله کې کېني.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

هغه زیاتوي: «کله چې د موټر پر څوکیو نارینه‌ نه وي، ښځې پرې کېني، خو کله چې نارینه پیدا شي، ښځو ته ویل کېږي چې ډالې ته ولاړې شي. زه له داسې وضعیت سره مخامخ شوې یم.»

په کندهار کې یوشمېر نورې ښځې هم وايي چې د موټر په ډاله کې د ښځو تګ‌راتګ دوی ته سپکاوی دی او حکومت باید د دغه کار مخه ونیسي.

د کندهار اوسېدونکې شفیعه وايي، که څه هم پلی تګ یې ډېر وخت نیسي، خو د دې لپاره چې د موټر په ډاله کې کېناستلو ته اړ نه‌شي، ښار کې پلې ګرځې راګرځي. هغه زیاتوي: «زه ډېر کله پلې ځم و راځم؛ ځکه نه غواړم چې د موټر په ډاله کې سپره شم.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ښځو پر ضد ناوړه دودونه له کلونو راهیسې په افغانستان کې له افغان ښځو قرباني اخلي او د موټر په ډاله کې د ښځینه‌وو کېنول، د دغو دودونو او عادتونو له ډلې یو دی چې ښځې اړې دي د کندهار په ګډون، په یوشمېر نورو ولایتونو کې یې سختۍ وزغمئ.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام