Asset 1SWN

غزني کې د موټر چپه کېدو له امله یو کس مړ او درې نور ټپیان دي

IMG-20230318-WA0033-q3p10hqambj8rlzuaesxty4s4u4zmlfxcawt0x36a0

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه موټر چپه کېدو له کبله یو ځوان مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

د غزني د امنیې قومانداني ویاند خالد سرحدي سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه پرون جمعه مازدیګر د دغه ولایت په اندړ ولسوالي کې شوې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاتوي، یو موټر چې څلور ځوانان په‌کې سپاره وو او غوښتل یې «بند سرده» ته په چکر ولاړ شي، د اندړ ولسوالي په «سیني» سیمه کې له سړک نه وتلی او چپه شوی دی.

په وروستۍ یوه اوونۍ کې دا درېیم ځل دی چې غزني کې ټرافیکي پېښې کېږي او له کبله یې یوشمېر کسانو ته مرګ‌ژوبله هم اوړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام