حکومتي چارواکو د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالي کې د پوځ یوې چورلکې له نسکورېدو وروسته د نامسووله وسله‌والو قوماندان عبدالغني عليپور د دې چورلکې د نسکورېدو عامل وباله او د هغه د نیولو په موخه یې عملیات پیل کړل.

په یاده ولسوالي کې ځايي سرچینې وايي، د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې په دېرشمه نېټه د امنیتي ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې د یوې ۱۹ کلنې مېرمنې په ګډون، ۹ کسان ووژل شول او د یادې مېرمنې خواښي ټپي شوه.

د میدان وردګ د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي د قلعه‌نو سیمې اوسېدونکی مختار عظیمي وايي، په دې ولسوالي کې د امنیتي ځواکونو له لوري د هوايي بریدونو په ترڅ کې د نوموړي ۱۹ کلنه خور پروین عظیمي چې اته میاشتې مخکې یې واده تېر شوی و او له پنځو میاشتو راهیسې امیندواره وه، ووژل شوه او د هغې خاوند او خواښې یې ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت د ۱۳۹۹ کال د کب میاشتې پر ۳۰مه نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و چې د هوايي ځواکونو په برید کې ۱۲ نامسووله وسله‌وال وژل شوي او ۶ نور یې ټپیان دي.

یاد وزارت تر اوسه په هوايي بریدونو کې د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

خو مختار عظيمي چې په هوايي برید کې يې خور وژل شوې، د عدالت غوښتنه کوي او وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه دې نور د خلکو پر کورونو ورته عملیات نه کوي.

د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو د عبدالغني علیپور د نیولو په موخه د عملیاتو پر مهال څو کورونه، هټۍ، هوټل او ښوونځی تخریب شوي دي.

د دې ولسوالي اوسېدونکي علي دانشیار او مدیر امین وايي، په دې ولسوالي کې د جګړې او نښتو له کبله ګڼ‌شمېر کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوې دي.

د میدان وردګ ولایت د بهسودو لومړۍ برخې ولسوالي اوسېدونکي وايي، امنیتي ځواکونو د شپې له خوا د اوو کلیو کورونه پلټلي او په وینا یې، د سیمې خلک یې ډار کړي دي.

موږ وغوښتل چې په دې اړه د ملي دفاع وزارت نظر هم واخلو، خو له اړیکو سره سره ونه توانېدو.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام