د داعش ډلې د بریدونو زیاتوالی؛ بلال کریمي: زموږ ځواکونو یې ملا ورماته کړې

د داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته د ځانمرګي برید مسوولیت چې شپږ کسان په‌کې ووژل شول، پر غاړه اخیستی دی. د دې ډلې اړوند خبري اژانس اعماق ویلي چې یاد برید د داعش ډلې یوه غړي کړی او د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټانو په ګډون یې، ۲۰ کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت: افغانستان د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولانو نن (د وري اتمه، سه‌شنبه) د حکومت د رسنیو مرکز کې د یوې خبري غونډې پر مهال د ۱۴۰۱ کال کاري راپور له رسنیو سره شریک کړ. د دغه وزارت د معلوماتو پر بنسټ، افغانستان اوس لږترلږه د ۵۰ صنعتي توکو په تولید کې پر ځان بسیا شوی دی.

د مطیع‌الله ویسا د نیولو پروړاندې غبرګونونه؛ ا.ا: څوک چې ونه خوځېږي، نه نیول کېږي

د مطیع‌الله ویسا ورور عطاالله ویسا پر ټویټر خپره کړې ویډیو کې ویلي چې د اسلامي امارت ځواکونه یې نن کور ته ورغلي او نه یوازې یې پلټلی او د مطیع‌الله ویسا کمپیوټر او ټیلیفونونه یې له ځان سره وړي، بلکې د ده دوه نور ورونه یې هم د لنډې مودې لپاره نیولي وو او د کورنۍ غړیو ته سپکې سپورې ویلې دي.

ناپېژنده وسله‌والو په فاریاب کې یو کروندګر وژلی

د فاریاب امنیتي مسوولان وايي چې ناپېژنده وسله‌والو په دغه ولایت کې یو کروندګر وژلی دی.
د فاریاب د امنیې قومانداني ویاند حمیدالله بت‌شکن سلام‌وطندار ته ویلي چې دا پېښه د وري په اوومه، دوشنبې د دغه ولایت د پښتون‌کوټ ولسوالي په «خوشباني» سیمه کې شوې ده.

کندهارۍ مېرمنې: ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال اړ یوو چې د موټر ډاله کې کېنو

کندهار کې یوشمېر مېرمنې وايي چې موټرچلوونکي ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال دوی د موټر په ډاله کې سپروي.
د کندهار یوه ۲۸ کلنه اوسېدونکې بي‌بي نوریه چې په قابلګي څانګه کې یې لوړې زده‌کړې کړي وايي، له کلونو راهیسې اړ اېستل کېږي چې ښار کې د تګ‌راتګ پر مهال د موټر په ډاله کې کېني.

داعش ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت ومانه

داعش وسله‌والې ډلې بهرنیو چارو وزارت ته نږدې د پروني ځانمرګي برید مسوولیت منلی دی. د داعش ډلې اړوند اعماق خبري اژانس ویلي چې کابل ښار کې د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې شوی ځانمرګی برید د دې ډلې یوه غړي کړی دی. پرون دوشنبه ماسپښین شاوخوا یوه بجه د بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنه وشوه.