Asset 1SWN

د افغانستان بانک سبا څوارلس میلیونه ډالر لیلاموي

dolllerrr-pn3x18l22y1461xfg7xcumj9ng6ouvq44eyzhjzjbc

د افغانستان بانک وايي چې د «افغانۍ» پولي ارزښت د ساتلو او ثبات په موخه به سبا د وري نهمه، د چهارشنبې ورځ څوارلس میلیونه امریکايي ډالر د یوې داوطلبۍ له لارې لیلام کړي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

دغه بانک له هغو شخصي بانکونو او د پولي خدمتونو او صرافیو له شرکتونو چې پر شرایطو برابر دي، غوښتي چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

د افغانستان بانک ویلي چې د دغه لیلام ګټونکي باید د همدې ورځې تر پایه خپل حسابونه پاک کړي.

د افغانستان بانک لیکلي: «د اسعارو د لیلام په داوطلبیو کې د معاملو قسمي تسویه نه‌شي کېدای. د داوطلبۍ ګټونکي باید د خپلې ذمې پیسې پر ټاکلي وخت په یوځايي او نغدي توګه د افغانستان بانک ته وسپاري.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د یادونې ده چې د افغانستان بانک هره اوونۍ د «افغانۍ» د پولي ارزښت او ثبات د ساتلو په موخه میلیونونه ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام