د امریکا ولسمشر جو بایډن د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې چې د بېړنیو مرستو د صندوق له بودیجې څخه ۹۷۶.۱ میلیون ډالره د افغانستان پناه ‌غوښتونکو سره د مرستې لپاره ولګوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

سپینې ماڼۍ ویلي، دغه پیسې به د کډوالۍ بحران سره د مقابلې، د پناه‌غوښتونکو د غیرمنتظره اړتیاوو پوره کولو او د نورو هغو کسانو ځای پر ځای کولو لپاره مصرف شي چې د افغانستان وضعیت په پایله کې له ګواښ سره مخ دي.

د سپينې مانۍ ویناپاڼه کې ویل شوي چې دغه پیسې په دوه یا څو اړخیز ډول ورکول کېږي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

ټاکل شوې دغه پیسې د ځانګړې بودیجې له لارې نړیوالو سازمانونو او د امریکا دولتي او غیردولتي سازمانونو له خوا ولګول شي.

 

 

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام