د یواِنډيپي تازه راپور؛ د اړمنو افغانانو شمېر ۳۴ میلیونه ته رسېدلی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام یا UNDP په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز وضعیت په اړه یوه راپور کې ویلي چې په دغه هېواد کې د بېوزلۍ کچه دوه برابره لوړه شوې او د اړمنو افغانانو شمېر هم ۳۴ میلیونه ته رسېدلی دی. په راپور کې د افغانۍ ثبات، د صادراتو زیاتوالي او د عوایدو را ټولېدو یادونه هم شوې ده.