د کابل ښار د نهمې ناحیې اړوند د څلورم مکررویان سیمه کې د بېګاه شپې اورلګېدنې د لباسونو، مېوې او لیلامي توکو بازار په بشپړه توګه له‌منځه وړی دی.

د دغه بازار د هټۍ‌والو مشر اول‌ګل سلام‌وطندار ته وویل چې دې بازار کې د بېګانۍ اورلګېدنې له کبله شاوخوا ۸۰ هټۍ په بشپړه توګه سوځېدلي او هټۍ‌والو ته میلیونونه افغانۍ زیان اړولی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي وویل: «د شپې څلور بجې وې. زه ویده وم، له دغه بلاک نه یو چا زنګ راته ووهه چې راشه دوکانونو اور اخیستی، زه چې راغلم، هغه وخت دلته اطفاییه هم وه، د اسلامي امارت سرتیري هم راغلي وو. خو دا سیمه ټوله سوځېدلې وه. د خلکو میلیونونه افغانۍ تاوان شوی. لس لکه یوازې زما توان شوی، خو بس دا غریب خلک و.»

بېګانۍ اورلګېدنه ځینې داسې هټۍ‌ هم سوځېدلي چې د میلیونونو افغانیو په ارزښت توکي په‌کې د خرڅلاو لپاره کېښودل شوي وو. حمیدالله چې دغه اورلګېدنه کې یې هټۍ‌ سوځېدلې وايي، نږدې درې میلیونه افغانۍ زیان وراوښتی دی.

 نوموړي وویل: «ماته یې نږدې ۲۹ لکه افغانۍ زیان اړولی، ۸۰۰زره افغانۍ ارایش سامان و. یو میلیونه او ۵۰۰زره افغانۍ دستکولونه وو، نور یې لیلامي وو.»

دغه هټۍ‌وال پر چارواکو نیوکه کوي چې د اور وژنې ډله، پر وخت د اور مخنیوي لپاره سیمې ته نه ده رسېدلې. دوی سلام‌وطندار ته وویل، د اور وژنې اداره د دغه سوځېدلي بازار په څو مترۍ کې موقعیت لري، خو بیا هم د اطفاییې راتګ ساعتونه وخت نیولی.

‌‌که څه هم تراوسه کابل ښاروالۍ او کورنیو چارو وزارت په رسمي توګه د دغې اورلګېدنې په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې د لومړي کنډک قومندان قاري بدر سلام‌وطندار ته ویلي، تراوسه نه دي توانېدلي چې د پېښې لامل معلوم کړي، خو په وینا یې، پلټنې ی پیل کړې دي.

نوموړي د خلکو هغه ادعا بې‌ځایه وبلله چې ګواکې د اور وژنې ډله پر وخت سیمې ته نه ده رسېدلې. هغه وویل: «دغه اور چې لګېدلی، ټول یې لرګي او پراشوټ و، ډېر ژر موږ هم را ورسېدو اطفاییه هم پر وخت ورسېده. تراوسه یې علت نه دی معلوم، خو چوکیداران مو وړي، څېړنې روان دي.»

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه دلته وڅارئ

د یادونې وړ ده چې ډېر کله دغه ډول اورلګېدنې د برښنا د شارټۍ او یا هم له اور اچوونکو وسایلو سره د بې‌احتیاطۍ له امله رامنځته کېږي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام