Asset 1SWN

طالبانو د دواخان مینه‌پال د وژنې مسوولیت پر غاړه اخیستی

unnamed

د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس دواخان مینه‌پال نن غرمه د کابل ښار اړوند په اوومه ناحیه کې وژل شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزی د دې خبر د تایید ترڅنګ وايي چې دواخان مینه‌پال د دښمن په مقابل کې د نظام کلک ملاتړی و.

د طالبانو یوه ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپل ټویټر‌پاڼه لیکلي چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز رییس د دې ډلې په یوه ځانګړي برید کې وژل شوی دی.

د سلام‌‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مینه‌پال وژنه د یو‌شمېر زیاتو خبریالانو او مدني فعالانو له تند غبرګون سره مخ شوې ده. دوی په ټولنیزو رسنیو کې د مینه‌پال له فعالیتونو ستاینه کړې او د هغه وژنه یې غندلې ده.

دواخان مینه‌پال د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو له پوهنځي څخه فارغ شوی وو او یوه موده یې د ولسمشر د ویاند په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

هغه تازه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز د رییس په توګه ټاکل شوی و.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام