د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین وايي، د شکردرې ولسوالي د کارېزمیر او مرادبېګ کلا اړوند د کابل په شمالي دروازه کې د بېګانۍ اورلګېدنه له کبله لږترلږه ۷ کسان مړه شوي او ۱۴ نور ټپیان دي. دا شمېرې وروستۍ نه دي او ښايي لوړې شي.

د نوموړي په وینا، یاده اورلګېدنه بېګاه شاوخوا ۹ بجې د تېلو یوه ټانکر کې له اورلګېدنې پیل او وروسته ترې لسګونو نورو ټانکرو هم اور اخیستی او بشپړ ډول سوځېدلي دي.

ارین زیاتوي، اورلګېدنه د تېلو ټانکرو په تمځای کې شوې ده. ویل کېږي په سیمه کې یو د تېلو ټانک هم شته چې د کابل پولیسو د معلوماتو له مخې، ډېر زیان ورته نه دی رسېدلی.

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز وايي، تر اوسه د یادې اورلګېدنې له کبله د اوښتو زیانونو کچه نه ده روښانه. د نوموړي په خبره، پولیس له اور وژونکې ډلې سره په سیمه کې ارزونې کوي.

فرامرز زیاتوي، پولیس او اور وژونکې ډله له اورلګېدنه وروسته په بیړه سیمه ته ورغلي او بالاخره یې یاده ستره اورلګېدنه یې مهار کړه، خو په وینا یې، دا پېښه مرګ‌ژوبله هم لري. نوموړی وايي، شپږ ټپیان چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي وو، بېرته خپله کورونو ته تللي دي.

بله‌خوا د افغانستان برښنا شرکت له یادې اورلګېدنې وروسته وویل چې یادې پېښې د وارداتي برښنا ۲۲۰ کیلوولټه مزي پرې کړي او د کابل ښار ډېری سیمې برښنا نه لري. برښنا شرکت نن سهار بیا خبر ورکړ چې د کابل ښار د خیرخانې کوتل سیمه کې یې د وارداتي برښنا یو مزی چې د اورلګېدنې له کبله پرې شوی و، بېرته تړلی او پر دویم هغه یې کار روان دی.

په همدې حال کې ویل کېږي یوشمېر موټرچلوونکو چې په دې اورلګېدنه کې زیانمن شوي، اعتراض کړی او د کابل‌-‌شمال لویه لاره یې تړلې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام