ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وایي چې ولسمشر محمداشرف غني د جګړې له امله بېځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوي. په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني دغه مرسته نن په ارګ کې د کورنیو بېځایه شویو ته د رسېدنې په اړه جوړه شوې غونډه کې اعلان کړه.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر غني وویل: «زه له کورنیو بېځایه شویو سره ۴۰میلیونه افغانۍ مرسته کوم او د رسېدنې ټولې چارې دې د بېړنۍ کمېټې له لوري ترسره شي.»
په ورته مهال ولسمشر زیاته کړه چې د کورنیو بېځایه شویو لپاره دې د خصوصي سکتور صندوق جوړ او ۱۰۰۰۰ بېځایه شویو ته دې د بېړنۍ کاري زمینې فرصت برابر شي. ولسمشر ټينګار وکړ چې د ملي دسترخوان پروګرام دې هم په داخلي برخه کې په بېړنۍ توګه پلی شي.
ولسمشر اشرف غني حکومتي مسوولانو ته لارښونه وکړه چې د بېځایه شویو د ځای پر ځای کولو لپاره دې کمپونه جوړ او د اړتیا وړ امکانات لکه جومات، برښنا او نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح هم څو ورځې وړاندې اعلان وکړ چې د حج اوقاف وزیر محمدقاسم حلیمي ته یې لارښونه کړې چې د کابل ښار په جوماتونو کې د بېځایه شویو لپاره ځایونه برابر کړي.