د ملګرو ملتونو د پراختیا پروګرام وړاندوینه کړې، که چېرته په افغانستان کې روان ناورین له منځه لاړ نه شي، د دې احتمال شته چې د دغه هېواد نږدې ۹۷ سلنه نفوس د بې‌وزلۍ له کرښې لاندې راشي.

د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دېبرا لاینز پرون د دغه سازمان امنیت شورا ته په وینا کې وویل، بهرنیو هېوادونو کې د افغانستان د میلیاردونو ډالرو د پانګې کنګل کېدل، کولای شي دغه هېواد له جدي اقتصادي رکود او بې‌وزلۍ سره مخ کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مېرمن لاینز په وینا، وړاندې له دې چې په افغانستان کې په بشپړه توګه اقتصاد او ټولنیز نظام له منځه لاړ شي، دغه پیسې باید د دغه هېواد په واک کې ورکړل شي او له طالبانو تضمین واخیستل شي چې له دغو پیسو به ناوړه ګټه نه پورته کوي.

هغې د ملګرو ملتونو غړو هېوادونو ته په خطاب کې وویل چې د افغانستان اقتصاد ته باید اجازه ورکړل شي چې څو میاشتې ارامه ساه وباسي او طالبانو ته باید دا فرصت ورکړو چې دوی د بشر حقونو، جنسیت او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په رښتینې توګه خپل نرمښت وښايي.

په ورته مهال په دغه ناسته کې د امریکا یوې دیپلوماتې جفري دلورنتیس وویل، طالبان په دې هڅه کې دي چې نړۍ‌وال مشروعیت او ملاتړ ترلاسه کړي او مونږ په ډېره سادګۍ سره هغوی ته وایو چې هر مشروعیت او ملاتړ باید ترلاسه کړي.



د یادونې وړ ده، وروسته له هغې چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل، امریکا په بهر کې د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالر کنګل کړل.

د پیسو نړۍ‌‌وال صندوق یا «ای‌ام‌اف» هم د افغانستان حکومت له سقوط وروسته، نږدې ۴۴۰ میلیونه ډالر کنګل کړي دي.

له دې سره هم‌مهاله، روسیې او چین چې د امنیت شورا دایمي غړي او د ویټو حق لري، د افغانستان د دولت د کنګل شویو پیسو د ازادولو ملاتړ کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د چین د سفیر مرستیال ګنګ شوانګ وایي، دغه شتمني افغانستان پورې تړاو لري او باید د افغانستان لپاره ترې ګټه واخیستل شي، نه د یوه فشار، ګواښ او بندیزونو د لګولو په توګه.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بل‌خوا په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د مخکیني حکومت دایمي استازي غلام‌محمد اسحاق‌زي امنیت شورا ته توصیه وکړه، تر هغو دې د کنګل شویو پیسو له ازادولو ډډه وکړي چې طالبانو په افغانستان کې ټول ګډونه او د خلکو د ارادو پر بنسټ، حکومت نه وي جوړ کړی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام