د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستي فرمان ته د غبرګونونو پر دوام نن کابل کې د پوهنتونونو د استادانو شورا یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې امریکا دې له افغانانو څخه باج نه اخلي.

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو شورا غړیو په یاده غونډه کې وویل، د افغانستان کنګل شوې چې بایډن یې د ازادولو فرمان ورکړی، د افغانیو ملاتړي دي او نورو برخو ته یې ځانګړي کول، د افغانیو د ارزښت ټيټوالي او د هېواد د اقتصادي نظام د سقوط لامل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان د پوهنتونونو د استادانو شورا غړیاکبر میر افغانستان کې روانو حالاتو ته په کتو د بایډن وروستۍ پرېکړه له افغانانو او نړیوالې ټولنې سره ښکاره جفا بولي او زیاتوي چې یاده پرېکړه افغانان د هغه څه سزا ورکوي چې دوی نه ده ترسره کړې.

په ورته مهال د دې شورا یو بل غړی نصیر احمد محبت بیا وايي چې امریکا او ملګري یې په تېرو شلو کلونو کې پر افغانستان برید کړی وو او دغه هېواد یې یرغمل کړی وو چې له امله یې زرګونه کسان شهیدان او میلیونونه نور معلول او بې‌ځایه شول چې د نړیوالو قوانینو له مخې، دا جنایت او امریکا او ملګري یې باید افغانانو ته غرامت ورکړي.

په همدې حال کې د سیاسي چارو شنونکي په دې باور دي چې د اسلامي امارت  او ولس ترمنځ د هم‌فکرۍ نشتون او د نظام له لوري د غوښتنو نه وړاندې کول، نشي کولای چې په یوازې توګه د خلکو نیوکې د افغانستان په اړه د امریکا کړنلاره بدله کړي.

د سیاسي چارو شوونکی باقر محسني سلام وطندار ته وايي، د اسلامي امارت او عامو خلکو ترمنځ همغږي او یووالي کولای شي چې د امریکا پر پرېکړو اغېز وکړي، خو په ټولو کې یادې غوښتنې به د امریکا پر سیاست اغېز ونه لري.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دا ټول په داسې حال کې مطرح کېږي چې د امریکا د ولسمشر جو بایډن له لوري د یوه فرمان له مخې، د امریکا له شتمنۍ څخه ۳ نیم ملیارده ډالر به د سپټمبر ۱۱پېښې قربانیانو او ۳ نیم میلیارده به يې په افغانستان کې پر بشري مرستو ولګول شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام