د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې جاناټان ټروټ یې د کرېکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په راتلونکې اګست میاشت کې له ایرلنډ سره پنځه شل اووره لوبې لري چې جاناتان ټروټ به په دغو لوبو کې د ملي لوبډلې روزنه پر غاړه ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

جاناتان ټروټ هم ویلي، خوښ دی چې د نړۍ د یوې غوره لوبډلې روزنې مسوولیت ورکول کېږي او په وینا یې، دا ورته د ویاړ ځای دی. نوموړي همداراز زیاته کړې چې د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې د پرمختګ لپاره به خپلې ټولې هڅې وکړي.

جاناتان ټروټ په سوېلي افریقا کې زېږېدلی او د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې لپاره یې ۵۲ ټسټ،  ۶۸ یو ورځنۍ او ۷ شل اووره لوبې کړي دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړي په ۲۰۱۵ کال له کرېکټ سره مخه ښه کړې او له هغه اوروسته یې  د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې د روزونکي او د سکاټلنډ کرېکټ ملي لوبډلې د سلاکار په توګه  هم دنده کړې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام