د بایډن فرمان ته د پوهنتونونو د استادانو شورا غبرګون؛ افغانانو څخه باج مه اخلئ

د افغانستان د شتمنۍ په اړه د امریکا د ولسمشر جو بایډن وروستي فرمان ته د غبرګونونو پر دوام نن کابل کې د پوهنتونونو د استادانو شورا یاده پرېکړه ناعادلانه وبلله او وویل چې امریکا دې له افغانانو څخه باج نه اخلي. دې شورا د بایډن وروستی فرمان له افغانانو سره ښکاره جفا بللې ده.

ګوترېش: ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش ویلي، له افغانستان څخه بهر د ترهګرۍ پراختیا د دې ښکارندوينه کوي چې ترهګر د واک له تشې څخه په ګټه اخیستنه کې مهارت لري. ګوترېش دغه څرګندونې پرون د مونیخ امنیتي ناستې په پرانیسته کې کړې دي. ګوترېش همداراز د نړیوالې ترهګرۍ له ګواښ څخه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

امیري: اسلامي هېوادونه دې د افغانستان اسلامي امارت بشري حقونو ته متوجه کړي

د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، لومړي ګام کې دې اسلامي هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو درناوي او کار او زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو اجازه ورکولو ته متوجه کړي.