د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، لومړي ګام کې دې اسلامي هېوادونه د افغانستان اسلامي امارت د بشري حقونو درناوي او کار او زده‌کړو ته د افغان ښځو او نجونو اجازه ورکولو ته متوجه کړي.

مېرمن امیري نن شنبه پر ټویټرپاڼه لیکلي چې د سعودي عربستان جدې ښار کې یې د اسلامي همکاريو سازمان غړیو هېوادونو له استازیو سره لیدلي. د هغې په وینا، دغه لیدنه کې د افغانستان د انساني بحران کمولو لپاره د اسلامي همکاریو د سازمان هڅو په اړه بحث او خبرې شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ټینګار کړی چې بشري حقونه او بشردوستانه موضوعات سره تړلي دي. د هغې په وینا، د اسلامي همکاریو سازمان غړیو څخه غوښتل شوي چې د اسلامي امارت پر حکومت فشار راوړي، ترڅو د ټول‌شموله حکومت جوړولو څخه ملاتړ وکړي او د هغو کسانو مجازات پایته ورسوي چې له خپلو حقونو څخه دفاع کوي.

رینا امیري زیاته کړې چې د ښځو لپاره د بورسیې ورکولو په برخه کې یې د سعودي عربستان د فقې اکاډمۍ سره مهمه غونډه درلودلې او ټینګار یې کړی چې اسلام کې د زده‌‌کړو، کار او د ژوند ټولو برخو په ځانګړې توګه سیاسي برخه کې د ګډون له حق څخه انکار نه‌شي کېدای.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د افغانستان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې همدارنګه ویلي، د اسلامي پراختیا بانک سره یې هم اغېزناکه بحثونه درلودلي. هغې د خوندیتوب صندوق جوړولو کې پرمختګ او د افغانستان بشري وضعیت ته د رسېدو په موخه د اسلامي همکاریو سازمان غړیو او د نورو هېوادونو ملاتړ جلبولو لپاره هڅو څخه هرکلی کړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام